کابل (پژواک، ٢٦ وږى ٩٦): د ناټو د نظامي کمېسيون مشر جنرال پاول افغانستان له ننګونو ډک وباله خو زياتوي چې افغان ملي دفاعي ځواکونه له خپلې خاورې او ولسه په کلکه دفاع کوي.
د ناټو سازمان د نظامي کمېسيون مشر جنرال پيټرر پاول دغه څرګندونې پرون د البانيا په پلازمېنه تيرانا کې د دغه کمېسيون په غونډه کې کړې دي.
په دې غونډه کې د یاد سازمان د ٢٩ غړو هېوادونو پوځي مشرانو برخه اخيستې وه.
هغه زياته کړې، ناټو څو نورو مياشتو ته هم اړتيا لري، څو د امريکا له خوا افغانستان ته د نورو اضافي سرتېرو د لېږلو په اړه غور وکړي.
خو نوموړي د سازمان له اړوندو هېوادونو وغوښتل چې د سرتېرو د کمښت د اوسنۍ تشې ډکولو لپاره بايد نور سرتېري ولېږي.
د هغه په وينا، ناټو تر هغه پورې د افغانستان ته د نورو سرتېرو اعلان نه شي کولى، څو د غړو هېوادونو حکومتونه په دې اړه وروستۍ پرېکړه ونه کړي.
جنرال پيټرر پاول په خپله وينا کې له البانيا څخه مننه وکړه چې افغانستان ته يې د ناټو په ماموريت کې سرتېري لېږلي دي.
هغه په افغانستان کې د ناټو ماموريت او له افغان ځواکونو ملاتړ او روزنې ته په ادامې ورکولو ټينګار وکړ او ويې ويل چې د دوى ژمنې له افغانستان سره بې مثاله دي.
د نوموړي په وينا، د دوى ښځينه او نارينه سرتېري په افغانستان کې د سولې لپاره ډېرې قربانۍ ورکړې دي.
خو د ناټو د نظامي کمېسيون مشر وويل چې په افغانستان کې حالات اوس هم له ننګونو ډکې دي، خو له دې سره سره افغان ملي دفاعي ځواکونه له خپلې خاورې او ولسه په کلکه دفاع کوي او نه پرېږدي چې ترهګر خوندي ځالې ولري.
هغه زياته کړه چې ناټو او د متحدينو ٣٩ هېوادونو سرتېري د افغان ځواکونو روزنې، مشورې او همکارۍ ماموريت ته ادامه ورکوي، خو ناټو په يواځې ځان هلته امنيت نه شي راوستلى.
جنرال پاول وايي: ((موږ پر خپلو افغان همکارانو هم حساب کوو، څو د ښې حکومتدارۍ او اصلاحاتو په اړه خپلې ژمنې عملي کړي.))
login or register a new account.