کابل (پژواک، ۲۸ وږی ۹۶) : د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د ملګرو ملتونو عمومي غونډې ته پخپله وینا کې په ډاګه کړه، چې هیڅوک باید ترهګرو ته خوندي ځای ورنه کړي.
د ملګرو ملتونو د عمومي اسامبلۍ ۷۲ مه کلنۍ غونډه چې څو ورځې مخکې پیل شوې وه، نن د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ وینا سره یې د حکومتي چارواکو د ویناوو لړۍ پیل شوه.
د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني هم دیوه لوړ پوړي پلاوي په مشرۍ نیویارک ته رسیدلی او ټاکل شوې ده، چې دافغانستان په وخت سهار وخته وینا وکړي.
د امریکا ولسمشر وویل،چې دوی ته د خپل هیواد او خپل ولس ګټې او امنیت تر ټولو مهمه ده.
هغه زیاته کړه، چې دوی له خپلو متحدینو سره داروپا له ساحلو څخه د منځني ختیځ په دښتو او د اسیا په ځنګلونو کې له ترهګرو سره مبارزه روانه کړې ده.
ټرمپ په ډاګه یې کړه، چې هیڅ هیواد باید ترهګرو ته خوندي ځای، دتګ راتګ اجازه، مالي مرسته او هر ډول مرسته ورسره ونه کړي.
که څه هم دامریکا ولسمشر د کوم هیواد نوم وانخیست، خو اشاره یې ښایی پاکستان ته وي، ځکه چې هغه تیره میاشت دافغانستان او سویلي اسیا په اړه دتګلارې داعلان پر مهال ویلي وو، چې پاکستان کې اوس هم د ترهګرو مرکزونه شته دي.
د ټرمپ په وینا، ترهګرو له دغو هیوادونو څخه پر نورو هیوادونو او خلکو بریدونه کوي.
هغه زیاته کړه : (( موږ باید ترهګر له خپلو هیوادونو او سیمو څخه وشړو، اوس ددې وخت راغلی، چې هغو سره حساب کتاب وکړو، چې د ترهګرو سره مالي مرسته او د هغوی ملاتړ کوي.))
د امریکاولسمشر ډونالډ ټرمپ په خپله وینا کې طالبان، القاعده ، طالبان او دعامو خلکو نور وژونکي، ترهګرې ډلې یادې کړې.
ټرمپ وویل، تیره میاشت یې په افغانستان او سیمه کې د ترهګرو پر وړاندې د بریا ستراتیژي او تګلاره اعلان کړه.
هغه زیاته کړه : (( سر له اوس څخه موږ د خپلو امنیتي ګټو لپاره دطالبانواو نورو ترهګرو ډلو پر ضد د خپلو عملیاتو نوعیت بدلوو.))
login or register a new account.