بيجينګ (پژواک، ٢٩ وږى ٩٦): د باميانو والي د چين سوداګر په دغه ولايت کې پانګونې ته را وبلل.
د باميانو والي طاهر ظهير دغه څرګندونې د وږي په ٢٩مه د چين د ګانزو ولايت په دونهنګ ښار کې د (ورېښمو لارې د دويم نړيوال فرهنګي نندارتون) پرانيستې غونډې ته د وينا پر مهال کړې دي.
هغه په خپله وينا کې په باميانو ولايت کې د شته فرصتونو په اړه معلومات وړاندې او چينايي پانګه والو او سيلانيانو ته يې ډاډ ورکړ چې د افغانستان حکومت به ورته هر ډول اسانتياوې برابرې کړي.
ظهير وويل چې باميان د تاريخي اثارو او د بتانو په نړيوال نوملړ کې اتم مقام خپل کړى او په دغه ولايت کې د سيلانيانو لپاره هېڅ امنيتي ستونزه نشته.
په ياد کنفرانس کې تر پنځه سوه کمپنيو او د افغانستان په ګډون د ورېښمو د لارې اړوند شلو هېوادونو برخه اخيستې ده او ګډونوالو په دې برخه کې پر ګډ کار او همکاريو ټينګار وکړ.
د باميانو والي د چين ګانزو ولايت د باميانو ولايت د خور په څېر ياد کړ او ويې ويل چې ګانزو او باميان ولايتونه سره ډېر مشترکات لري.
هغه د چين او په ځانګړې توګه د ګانزو ولايت له چارواکو وغوښتل چې په باميانو ولايت کې د تاريخي سيمو د بيارغونې او ترميم لپاره همکاري وکړي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن