ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د باميانو والي چينايي سوداګر په دغه ولايت کې پانګونې ته راوبلل

د باميانو والي چينايي سوداګر په دغه ولايت کې پانګونې ته راوبلل

author avatar
20 Sep 2017 - 13:49
د باميانو والي چينايي سوداګر په دغه ولايت کې پانګونې ته راوبلل
author avatar
20 Sep 2017 - 13:49

بيجينګ (پژواک، ٢٩ وږى ٩٦): د باميانو والي د چين سوداګر په دغه ولايت کې پانګونې ته را وبلل.

د باميانو والي طاهر ظهير دغه څرګندونې د وږي په ٢٩مه د چين د ګانزو ولايت په دونهنګ ښار کې د (ورېښمو لارې د دويم نړيوال فرهنګي نندارتون) پرانيستې غونډې ته د وينا پر مهال کړې دي.

هغه په خپله وينا کې په باميانو ولايت کې د شته فرصتونو په اړه معلومات وړاندې او چينايي پانګه والو او سيلانيانو ته يې ډاډ ورکړ چې د افغانستان حکومت به ورته هر ډول اسانتياوې برابرې کړي.

ظهير وويل چې باميان د تاريخي اثارو او د بتانو په نړيوال نوملړ کې اتم مقام خپل کړى او په دغه ولايت کې د سيلانيانو لپاره هېڅ امنيتي ستونزه نشته.

په ياد کنفرانس کې تر پنځه سوه کمپنيو او د افغانستان په ګډون د ورېښمو د لارې اړوند شلو هېوادونو برخه اخيستې ده  او ګډونوالو په دې برخه کې پر ګډ کار او همکاريو ټينګار وکړ.

د باميانو والي د چين ګانزو ولايت د باميانو ولايت د خور په څېر ياد کړ او ويې ويل چې ګانزو او باميان ولايتونه سره ډېر مشترکات لري.

هغه د چين او په ځانګړې توګه د ګانزو ولايت له چارواکو وغوښتل چې په باميانو ولايت کې د تاريخي سيمو د بيارغونې او ترميم لپاره همکاري وکړي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.