منځپانګې ته تلل
شنبه ۳۱ اکتوبر ۲۰۲۶ · کابل ۹:۱۰ غ.م
۱۳° — په ټولو ولایتونو کې هوا
ورېځ · ↑۱۸° ↓۷°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

د کوچنيو پورونو بنسټونو له روزنيز پروګرامه ٧٥ نجونې فارغې شوې

· ۲ دقیقې لوستل · ۱۲۵ کتنې

کابل (پژواک، ٤ تله ٩٦): د امريکا نړيوالې پراختيايي ادارې د پروموټ پروګرام په اقتصادي چارو کې د ښځو پروژې د کوچنيو پورونو بنسټونو له روزنيز پروګرام څخه ٧٥ افغان نجونې، نن فارغې شوې.

له يادې شوې ادارې څخه پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، د کار زده‌کړې دغه ۹ میاشتنی پروګرام چې د افغانستان د کوچنیو پورونو د ټولنې له خوا پلى کېږي، د افغانستان ځوانې ښځې په هغو تخنیکي او مدیریتي مهارتونو سمبالوي چې د بانکدارۍ او کوچنیو پورونو برخو کې ورته اړتیا لیدل کېږي.

د خبرپاڼې په حواله، د امریکا نړیوالې پراختیایي ادارې د کوچنیو پورونو روزنیز پروګرام له افغانو نجونو سره مرسته کوي، ترڅو مالي سکتور ته لاره ومومي.

سرچينه کاږي، دغه پروګرام په کابل، هرات او بلخ ولایتونو کې فعالیت لري او د کار زده‌کوونکې یې د افغانستان د کوچنيو پورونو لومړني بانک (FMFB)، د افغان کلیو مالي کمپنۍ (ARFC)، فینکا- افغانستان او اکسس – افغانستان په بنسټونو کې د کار زده‌کړې لپاره ځای‌پر‌ځای کړي دي.

سرچينه زياتوي، تر دې دمه ۱۱ زده‌کوونکو ته د کوچنیو پورونو د هغو بنسټونو له خوا چې دغو زده‌کوونکو ته په کې روزنه ورکول کېده، د دایمي دندو وړاندیز شوی دى.

د امریکا نړیولې پراختیایي ادارې د جندر دفتر مشرې سوسن دیکمپ ويلي: «مالي سرچینو ته د ښځو اړوند تشبثونو او ازاد کاروبار لرونکو ښځو لاس‌رسي پراخولو لپاره د سوداګریزو پورونو بستونو په ګډون د بانکدارۍ او د کوچنیو پورونو بنسټونو په منځنیو او لوړو کچو بستونو کې د ښځو د شمېر زیاتول یو مهم ګام ګڼل کېږي.»

هغې زیاته کړې: «په مالي سکتور او په ځانګړې توګه په پرېکړې نیوونکو او د پور ورکولو اړوند بستونو کې د ښځو د شمېر زیاتول، ښځو ته لاره هواروي، ترڅو مالي خدمتونه په اسانه توګه ترلاسه کړي.»

 د افغانستان د کوچنیو پورونو د ټولنې اجرائیه ريیس نجیب الله صمیم په دي اړه ویلي: «دغه پروګرام په مالي سکتور کې د ښځينه کارکوونکو د شمېر پر زیاتولو سربېره د کوچنیو پورونو هغو بنسټونو ته چې زموږ غړیتوب لري، دا موکه ورکوي چې روزل شوې او ژمنې ښځینه کارکوونکې وګوماري، ترڅو له هغوی سره مرسته وکړي چې ښځینه سوداګرو ته غوره مالي خدمتونه چمتو کړي.»

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول ښوونه او روزنه