کابل (پژواک، ۸ لیندۍ ۹۶) : دټاکنو خپلواک کمیسیون د خپلو دوو مرستیالانواومنشي دندې د یوه بل کال لپاره په غیر قانوني توګه غځولي دي.
د ټاکنو دقانون له مخې د دغه کمیسیون مشر د پنځو کالو، مرستیالان او او منشي د یو یو کال لپاره ټاکل کیږي او هر کال مرستیالانواو منشي لپاره نوې ټاکنې کیږي.
د ټاکنو د قانون د۱۱ مې مادې ددویمې فقرې له مخې او د ۱۳۹۵ کال ددویمې میاشتې دپریکړې له مخې د ټاکنو دخپلواک کمیسسیون ددوو مرستیالانو او منشي دنده دلیندۍ په ۷ مه پای ته رسیدلې او باید د کمیسیون دکمشنرانو ترمنځ درای اچونې له مخې نوې ټاکنې شوي وای.
خو د ټاکنو د خپلواک کمیسیون لخوا په یوه مکتوب کې چې د لیندۍ په ۷مه، صادر شوی،راغلي ، دا چې د کمیسیون د یو غړي د کموالي چې تر اوسه نه دی معرفي شوی او بل دا چې د ټاکنونیټه اعلان شوې او دوی په حساس زماني حالت کې قرار لري، نو دواړه مرستیالان او منشي خپلو دندو ته ادامه ورکوي.
پر دغه مکتوب چې د کمیسیون اوسنیو ټولوغړو لاسلیک کړی، راغلی ، دې لپاره چې د ټاکنو د کمیسیون په چارو کې خلل رانشي او د نوي غړي تر معرفي کیدوپورې به دوی خپل کار ته ادمه ورکوي.
په مکتوب کې راغلي، چې دنوي غړي د معرفي کیدو په صورت کې به تر راتلونکو ۲۰ ورځو د کمیسیون داخلي ټاکنې ترسره شي.
د ټاکنو خپلواک کمیسیون له ولسمشرۍ ماڼۍ غوښتي دي، تر یادې نیټې مخکې دې کمیسیون ته بل غړی معرفي کړي.
د یادونې وړ ده، چې دکمیسیون غړی او رییس نجیب الله احمدزی څو ورځې مخکې له ریاست او غړیتوب څخه وویستل شو، د سیاسي چارو کارپوهان د ولسمشر دغه اقدام غیر قانوي بولي.
د ټاکنو دکمیسیون یوې سرچینې چې د نوم له ښودلو یې ډډه کوله، پژواک ته وویل، څو پوري چې اداري پلاوی دټاکنو له مخې نه وي ټاکل شوی، د کمیسیون ټول کارونه غیر قانوني دي.
سرچینې زیاته کړې، کمشرانو دغه کار دولسمشر ددویم مرستیال سرور دانش په سپارښتنه کړې،.چې هیڅ ډول قانوني حیثیت نه لري.
login or register a new account.