کابل (پژواک، ٢٠ ليندۍ ٩٦) : ټاکل شوې ده چې په نوي ډيلي کې جوړېدونکې د هندوستان، روسيې او چين په ګډه درې اړخيزه غونډه کې پر افغانستان بحث وشي.
د هندوستان د بهرنيو چارو وزارت له خوا په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې په دې غونډه کې به ددرې واړو هېوادونو د بهرنيو چارو وزيران برخه اخلي.
سرچينې زياته کړې، دا دوه ورځنۍ غونډه نن ډيلي کې پيل شوې، د روسيې او چين د بهرنيو چارو وزيران هم ورته راغلي دي.
په خبرپاڼه کې زياته شوې چې په دې غونډه کې به د اقتصادي، سياسي او امنيتي موضوعاتو ترڅنګ د ترهګرۍ پر ضد مبارزې او پر افغانستان هم خبرې وشي.
بل خوا د روسيې د بهرنيو چارو وزارت له لوري په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې په دې غونډه کې به پر افغانستان، کوريا، منځني ختيځ او نورو موضوعاتو خبرې کوي.
سرچينې زياته کړې،له ترهګرۍ او نشه يي توکو سره مبارزه به ددې غونډې د اېجنډا په سر کې وي.
د يو بل خبر له مخې، ټاکل شوې ده چې د افغانستان د بهرنيو چارو وزير د منځنۍ اسيا د بهرنيو چارو وزيرانو په غونډه کې ګډون وکړي.
په تاشکند کې د ازبکستان د بهرنيو چارو وزارت له خوا په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، دا غونډه چې په عشق اباد کې جوړېږي،په کې به دافغانستان،ازبکستان،ترکمنستان، قزاقستان او تاجکستان د بهرنيو چارو وزيران ګډون وکړي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن