کابل (پژواک، ٣٠ ليندۍ ٩٦): د افغانستان اسلامي جمهوري دولت د سعودي عربستان پر پلازمېنې رياض د يمن د حوثي ياغيانو پر توغندیز بريد خواشيني څرګنده کړې ده.
د راپورونو له مخې، پرون حوثي ياغيانو پر رياض يو توغندی ويشتى و چې د سعودي په مشرۍ د ايتلافي ځواکونو له خوا په هوا کې له منځه يووړل شو او پر دې مهال په رياض کې د چاودنو غږونه هم اورېدل شوي وو.
حوثي ياغيانو ويلي وو چې د دوى هدف په رياض کې شاهي مانۍ وه.
تر دغه بريده وروسته د سعودي عربستان په مشری ايتلاف تېره ورځ په یمن کې د حوثي یاغیانو پر مورچو هوایي بریدونه پیل کړل چې په ترڅ کې یې ګڼ شمېر کسان ووژل شول او یو شمېر نور ټپیان شوي دي.
د افغانستان له ولسمشرۍ ماڼۍ د ليندۍ په ٣٠مه په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې پر ياد بريد خواشيني څرګند شوې ده.
سرچينې زياته کړې، افراطیت، ترهګري او له تاوتریخوالي ډکې کړنې نه يوازې د ستونزو په حل کې مرسته نه کوي، بلکې بر عکس د ستونزو د زیاتوالي تر څنګ د هېوادونو او ملتونو امنیت، ثبات او مناسبات ګواښي.
په خبرپاڼه کې راغلي، د افغانستان دولت پر سعودي عربستان د راکټي برید له امله خواشینی او پر دې باور دی چې له افراطیت، تاوتریخوالي او ترهګرۍ څخه د فشار د وسیلې په توګه استفاده په هېڅ ډول د توجیه وړ نه ده.
بلخوا امريکا هم دغه بريد غندلى او زياته کړې یې ده چې د دوى د معلوماتو له مخې، دغه توغندى د ايران جوړ و.
تر دې مخکې هم حوثي ياغيانو د سعودي عربستان پر رياض او مکې ښارونو بريدونه کړي، خو خپل هدف ته نه دي رسېدلي.