کابل (پژواک، ۲ مرغومی ۹۶): ولسي جرګې د بنديانو د شکنجې په اړه د ولسمشر تقنيني فرمان د محابسو او توقيف خونو د قانون په ۶مه او ۱۳مه مادو کې راوستي تعديلات د رايو په اکثريت تصويب کړل.
د ولسي جرګې د عدلي او قضايي کمېسيون مشر محمدحسن شريفي بلخابي د جرګې په ناسته کې وويل، له دې مخکې د ولسمشر دغه فرمان تېر کال د کب مياشتې د ۲۴۶مې ګڼې فرمان له مخې د پلي کېدو وړ و، خو جرګې په ياد فرمان کې يو لړ بدلونونه راوستلي دي.
خو هغه د بدلونونو په اړه څه ونه ويل.
د ده په وينا، د شکنجې د مخنيوي په قانون کې هر هغه عمل چې د يو کس د جسمي او روحي ځورونې لامل کېږي، منع کړي او پر شکنجې ګواښول هم د يو جرم په توګه په کې منل شوی دی.
هغه زياتوي، د دغه قانون په پلي کېدو سره به په محابسو او توقيف خونو کې د ځورونې او شکنجې مخنيوي قانوني بڼه خپله او په ټولنه کې به عدالت د ټينګښت لپاره اغېزمن کار وي.
همدا زار د ولسي جرګې په نننۍ ناسته کې د محابسو او توقيف خونو د قانون په شپږمه او ۱۳مه ماده کې راوستي تعديلات هم د رايو په اکثريت تصويب شول.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن