منځپانګې ته تلل
یکشنبه 18 اکتوبر 2026 · کابل 7:52 غ.م
ننوتل
10° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑20° ↓7°
د هوا کیفیت: منځنی
امنیت او جرمونهغړي

د يو جنايي بندي د تښتېدلو په تړاو پنځه پوليس نيول شوي

· 2 دقیقې لوستل · 113 کتنې

خوست ښار(پژواک، ۹ مرغومى ۹۶): د خوست امنيتي منسوبينو هغه پنځه پوليس نيولي چې ګومان کېږي له امنيې قوماندانۍ څخه په جنايي جرمونو د يوې تورنې شوې ډلې د کسانو له جملې د يوه کس په تېښته کې لاس لري.

د خوست امنيې قوماندانۍ تېره اوونۍ خبر ورکړی و چې هغه شپږ کسيزه وسله واله ډله يې نيولې ده چې په وسله والو غلاوو او ځينو نورو جنايي جرمونو کې د ښکېلتيا تور پرې لګېدلی دی.

د خوست امنيه قوماندانۍ مطبوعاتي مسِوول عبدالبصير د مرغومي په ٩مه، پژواک اژانس ته وويل، د يادو نيول شوو کسانو له ډلې څخه يو کس وړمه شپه د پوليسو له نظارت خانې څخه په تېښته بريالی شوی.

نوموړي زياته کړه، د ياد کس د تېښتې په تړاو د نظارت خانې د امر په ګډون د يو شمېر قراوولونو پنځه پوليس نيول شوي او دا مهال تر جدي څارنې لاندې دي.

عبدالبصير همدارنګه وويل، د يادې پېښې د څرنګوالي په اړه د پلټنو ترڅنګ د تښتېدلي کس او دغه راز د نورو تشخيص شوو وسله والو غلو د ډلو د نيولو هڅې هم کوي.

په ورته وخت کې د خوست د ولايتي شورا غړي قمرعلي لکڼوال له پژواک اژانس سره په خبرو کې په دې وروستيو کې د ناقانونه وسله والو ډلو د فعاليتونو په اړه اندېښنه وښوده.

نوموړي زياته کړه، که څه هم کره معلومات نه لري، خو داسې خبرې يې اورېدلي چې ممکن له ځينو وسله والو ډلو سره يو شمېر امنيتي کسان لاس ولري، خو امنيه قوماندانۍ په دې برخه کې د جدي اقداماتو خبره کړې ده.

د خوست د مرکز يوه اوسېدونکي قيس پژواک اژانس ته وويل، د غلو او نورو ناقانونه وسله والو ډلو د فعاليتونو د مخنيوي لپاره اړينه ده چې پر هغوی قانون تطبيق شي.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

محمد هارون
پېژندپاڼه او ټول راپورونه

اړوند خبرونه

ټول امنیت او جرمونه
امنیت او جرمونه

غزني کې د ځمکې پر سر د شخړې له امله یوه کس ژوند له لاسه ورکړی

امنیت او جرمونه

جوزجان کې يو کس د خپل ورور د وژنې په تور نیول شوی

امنیت او جرمونه

د پاکستان له بندخونو ازاد شوي ۸۹ افغانان هېواد ته راستانه شول

امنیت او جرمونه

هلمند کې د څلورو انسان‌تښتوونکو نیول کېدل؛ دوه تښتولي کسان ژغورل شوي

امنیت او جرمونه

مجاهد: د جرمونو نړۍواله محکمه دې له خپل صلاحیته پورته ادعاوې نه کوي

امنیت او جرمونه

له نشه‌يي توکو سره د مبارزې وزارت مرستیال او د یو‌اېن‌او‌ډي‌سي مشر د همکاریو پر پراختیا ټینګار کړی

امنیت او جرمونه

اروپايي ټولنې پر کونړ او هلمند د پاکستان په هوايي بریدونو کې د ملکي وګړو مرګ‌ژوبله وغندله

امنیت او جرمونه

کابلوف: د مسکو فارمت په غونډه کې د افغانستان او پاکستان ترمنځ پر کړکېچ بحث کېږي