کابل (پژواک، ١١ مرغومى ٩٦): د ملي تدارکاتو کمېسيون له خوا د ١١٣ ميليونه ډالرو په ارزښت له ګازو څخه د برېښنا د توليد پروژې منظورې شوې.
د ملي تدارکاتو کمېسيون له خوا په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې دغه پروژې د ولسمشر اشرف غني په مشرۍ د ملي تدارکاتو کمېسيون په وروستۍ غونډه کې منظورې شوې.
سرچينې زياته کړې چې په دې غونډه کې اجرائيه رييس ډاکتر عبدالله عبدالله، د ولسمشر دويم مرستيال سرور دانش، د کمېسيون غړو او يو شمېر کورنيو او بهرنيو څارونکو برخه لرله.
په خبرپاڼه کې راغلي، د مالیې وزارت اړوند د عامه او خصوصي مشارکت عمومي رياست له خوا د عامه او خصوصي مشارکت (Public Private Partnership) د پانګونې دوه تړونونه د ملي تدارکاتو کمېسیون ته وړاندې شول چې د کمېسیون له خوا تايید کړی شول.
د سرچينې د معلوماتو له مخې، د پانګې اچونې دغه تړونونه يو د شبرغان د ګازو د برښنا د تولید د پروژې دی چې ټولنيز لګښت يې ۳۸.۸ ميليونه ډالر کېږي، چې د بيات پاور شرکت له خوا پرې پانګونه کېږي.
د ملي تدارکاتو کمېسيون وايي چې دويمه د مزارشریف د برېښنا د تولید دستګاه د نصبولو پروژه ده چې د غضنفر ګروپ شرکت او د ماليې نړیوالې ادارې ( International Financial Cooperation _IFC) له خوا پرې د ۷۵ ميليون ډالرو پانګونه کوي.
په خبرپاڼه کې راغلي، په يادو پروژو کې د افغانستان برېښنا شرکت، د انرژۍ او اوبو، د کانونو او پټروليم وزارتونه او د ځمکې خپلواکه اداره شامله ده.
سرچينه وايي، د دې پروژو د تړونونو (جوړول، مالکيت او ګټې اخستنې) څخه دي اود DLA Piper شرکت په وسيله له حقوقي لحاظه پرې بحث و شو او د پېسیو نړیوال صندوق (IMF . . .
You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.