منځپانګې ته تلل
یکشنبه 18 اکتوبر 2026 · کابل 7:52 غ.م
ننوتل
10° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑20° ↓7°
د هوا کیفیت: منځنی
امنیت او جرمونهغړي

خوست کې د وسله والو له خوا تښتول شوي نظامي موټر بېرته ترلاسه شوي

· 2 دقیقې لوستل · 119 کتنې

خوست ښار (پژواک، ۲۱ مرغومى ۹۶): د خوست امنيتي ځواکونو په دغه ولايت کې د لسګونو ماينونو تر څنګ يو شمېر تښتول شوي نظامي موټر له وسله والو طالبانو نيولي او ترلاسه کړي دي.

د خوست امنيه قوماندان مل پاسوال محمد داود امين د مرغومي په ٢١مه په يوه خبري کنفرانس ته وويل چې دا او ځينې نورې لاسته راوړنې د تېرې يوې اوونۍ په ترڅ کې ملي پوليسو او د ملي امنيت ځواکونو درلودلې دي.

نوموړي زياته کړه، د پوليسو دوه رينجر او يو هاموې موټر چې وسله والو طالبانو د پکتيا له جاني خېلو ولسوالۍ بيولي وو، د خوست پوليسو او د ملي امنيت ځواکونو په ګډو عملياتو کې نيولي، خو د کره ځای په اړه يې معلومات ورنه کړل.

قوماندان امين همدارنګه وويل چې د تېرې يوې اوونۍ په اوږدو کې يې ۶۱ کړۍ د وسايطو ضد بېلابېل ډوله ماينونه، دوه کلاشينکوفونه، يو ميل راکټ او يو شمېر نظامي لباسونه هم نيولي دي.

نوموړي زياته کړه چې د نشه يي توکو پر ضد د مبارزې په ترڅ کې يې يوه اندازه نشه يي توکي او په تړاو يې څلور کسان هم نيول شوي او د قانون منګولو ته يې سپارلي دي.

د خوست امنيه قوماندان مل پاسوال محمد داود امين وويل چې له يادو نيول شوو وسلو او دغه راز د ځينو جنايي جرمونو په تور يې يو شمېر کسان نيولي دي.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

محمد هارون
پېژندپاڼه او ټول راپورونه

اړوند خبرونه

ټول امنیت او جرمونه
امنیت او جرمونه

غزني کې د ځمکې پر سر د شخړې له امله یوه کس ژوند له لاسه ورکړی

امنیت او جرمونه

جوزجان کې يو کس د خپل ورور د وژنې په تور نیول شوی

امنیت او جرمونه

د پاکستان له بندخونو ازاد شوي ۸۹ افغانان هېواد ته راستانه شول

امنیت او جرمونه

هلمند کې د څلورو انسان‌تښتوونکو نیول کېدل؛ دوه تښتولي کسان ژغورل شوي

امنیت او جرمونه

مجاهد: د جرمونو نړۍواله محکمه دې له خپل صلاحیته پورته ادعاوې نه کوي

امنیت او جرمونه

له نشه‌يي توکو سره د مبارزې وزارت مرستیال او د یو‌اېن‌او‌ډي‌سي مشر د همکاریو پر پراختیا ټینګار کړی

امنیت او جرمونه

اروپايي ټولنې پر کونړ او هلمند د پاکستان په هوايي بریدونو کې د ملکي وګړو مرګ‌ژوبله وغندله

امنیت او جرمونه

کابلوف: د مسکو فارمت په غونډه کې د افغانستان او پاکستان ترمنځ پر کړکېچ بحث کېږي