منځپانګې ته تلل
یکشنبه 18 اکتوبر 2026 · کابل 7:52 غ.م
ننوتل
10° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑20° ↓7°
د هوا کیفیت: منځنی
امنیت او جرمونهغړي

سروې: په خوست کې د خلکو او پولیسو تر منځ واټن کم شوی

· 3 دقیقې لوستل · 131 کتنې

خوست ښار (پژواک، ۲۵ مرغومی ۹۶): په خوست کې د یوه دولتي بنسټ له خوا د یوې سروې موندنې ښيي چې په دغه ولایت کې د خلکو او پولیسو تر منځ واټن کم شوی او دا د یادو ځواکونو د مسلکي توب څرګندونه کوي.

دغه نظرپوښتنه د خوست د مرکز او ولسواليو له ۸۰۰ کسانو د دغه ولایت د عامه اړیکو دفتر (TLO) په نوښت ترسره شوې ده.

دغه معلومات د یاد دفتر د چارواکو له خوا په هغې غونډه کې ورکړل شول چې د پوليسو او خلکو تر منځ د چلند په اړه له خلکو سره د شوې سروې د پايلو د اعلان په اړه جوړه شوې وه.

د اړيکو د دفتر د ټولنې د څارنيز پروګرام مسوول رحمت ګل احمدي غونډې ته وويل، د یادې سروې له مخې چې هغوی د خوست په مرکز او ولسواليو کې له ۸۰۰ کسانو سره کړې، دا ښيي چې له خلکو سره د پوليسو چلند ښه شوی دی.

احمدي زياته کړه، له دې سروې څرګندېږي چې پوليس د مسلکيتوب خوا ته روان دي او د هغوی په ښوونه او روزنه کې مثبت بدلونونه رامنځته شوي.

هغه زياتوي: ((موږ د دغه پروګرام په جريان کې څلور پړاوه سروې کړې چې د ۲۰۱۶ له سپټمبر نه تر ۲۰۱۸ جنورۍ پورې د خوست په ټولو ولسواليو کې له خلکو سره شوې دا ښيي چې د پوليسو په چلند کې د پخوا په پرتله څرګند بدلون رامنځته شوی دی.))

په دې غونډه کې د خوست امنيه قوماندان مل پاسوال محمد داوود امين دغې غونډې ته وويل، چې د پوليسو تعليم او تربيې ته يې پاملرنه زياته کړې.

هغه وايي، هره ورځ له لرو پرتو ولسواليو څخه پوليس راغواړي او د مسلکي کسانو له خوا ښوونه او روزنه ورکول کېږي.

دی وايي: ((د تعليم او تربيې امر ته ما دا صلاحيت ورکړی چې ته د تعليم او تربيې په چارو کې د قوماندان معاون يې. هرې ولسوالي او هرې پوستې ته زموږ افسران ځي او پوليسو ته تعليم او تربيه ورکوي.))

ديني عالم مولوي محمدعارف عرفان په دې غونډه کې وويل، دا چې پوليسو د نورو امنيتي ارګانونو په نسبت له خلکو سره ډېر سروکار لري، نو خلک هم بايد هغوی ښه چلند وکړي او ورسره همکاري وکړي.

عرفان زياته کړه: ((د امنيت د تامين لپاره پوليس هم مکلف دي، چې قانون تطبيق کړي او ولس هم مکلف دی چې قانون تطبيق کړي. که له يوه طرفه پوليس د جنايي جرمونو سره مخ دي، له بله طرفه د امنيتي تدابيرو سره هم پوليس لاس او ګريوان دي.))

په همدې حال کې د خوست ښار يوه اوسېدونکي محمد سيف الله خوستي هم پژواک خبري اژانس ته وويل چې د مخکې په پرتله له خلکو سره د پوليسو رويه ښه شوې ده او هغوی ترې خوښ دي.

هغه زياتوي، که پوليس په همدې ډول مخکې لاړ شي، نو د حکومت او ولس تر منځ واټن به نور هم راکم شي او د ولس باور به پر حکومت زيات شي.

هغه زياته کړه: ((د دې دوه لاملونه دي، يو دا چې مخکې پوليس له دې سره نه و بلد چې خلکو سره څه ډول چلند وکړي او همخلک. بل دا چې موږ تېرو کې حکومتونه نه و تجربه کړي او اوس په دې پوه شوو، چې خلک او پوليس له يو بل سره څه ډول چلند وکړي او اوس دا فرهنګ يو څه عام شوی دی.))

د غونډې په وروستۍ برخه کې هغو لسو پوليسو او افسرانو ته د اړيکو د دفتر له خوا ستاينليکونه ورکړل شول چې د خپلو دندو په ترسره کولو کې يې له خلکو سره ښه چلند کړی دی.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

محمد هارون
پېژندپاڼه او ټول راپورونه

اړوند خبرونه

ټول امنیت او جرمونه
امنیت او جرمونه

غزني کې د ځمکې پر سر د شخړې له امله یوه کس ژوند له لاسه ورکړی

امنیت او جرمونه

جوزجان کې يو کس د خپل ورور د وژنې په تور نیول شوی

امنیت او جرمونه

د پاکستان له بندخونو ازاد شوي ۸۹ افغانان هېواد ته راستانه شول

امنیت او جرمونه

هلمند کې د څلورو انسان‌تښتوونکو نیول کېدل؛ دوه تښتولي کسان ژغورل شوي

امنیت او جرمونه

مجاهد: د جرمونو نړۍواله محکمه دې له خپل صلاحیته پورته ادعاوې نه کوي

امنیت او جرمونه

له نشه‌يي توکو سره د مبارزې وزارت مرستیال او د یو‌اېن‌او‌ډي‌سي مشر د همکاریو پر پراختیا ټینګار کړی

امنیت او جرمونه

اروپايي ټولنې پر کونړ او هلمند د پاکستان په هوايي بریدونو کې د ملکي وګړو مرګ‌ژوبله وغندله

امنیت او جرمونه

کابلوف: د مسکو فارمت په غونډه کې د افغانستان او پاکستان ترمنځ پر کړکېچ بحث کېږي