کلات (پژواک، ١٥ سلواغه ٩٦): د زابل ولايت سرپرست ښاروال له نږدې دوه ميليونه افغانيو سره تښتېدلى دى.
د زابل د والي وياند ګل اسلام سيال د سلواغې په ١٥مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې محمد طيب شاوخوا شپږ مياشتې مخکې د زابل د سرپرست ښاروال په توګه ټاکل شوى و.
هغه زياته کړه چې نوي والي خيال محمد حسيني د دندې له پيل سره سم په ښاروالۍ کې د فساد په اړه د پلټنو او څېړنو لپاره يو پلاوى وټاکه.
د سيال په وينا، دا چې سرپرست ښاروال په فساد کې ښکېل و، نو دوه ورځې مخکې له يو ميليون او ٧٤٠زره افغانيو سره تښتېدلى دى.
د والي وياند وويل، داسې اوازې دي چې هغه د ډيورنډ پولې پورې غاړې کوېټې ته تښتېدلى او ځيني وايي چې د هېواد دننه چېرته پټ شوى دى.
دى وايي چې امنيتي ارګانونو د هغه د نيولو په اړه هڅې پيل کړې، څو یې د قانون منګلو ته وسپاري.
خو ځينو نورو سرچينو ويلي چې سرپرست ښاروال له درې ميليونه افغانيو سره تښتېدلى دى.
login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP