ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د زابل سرپرست ښاروال له نږدې دوه ميليونه افغانيو سره تښتېدلى

د زابل سرپرست ښاروال له نږدې دوه ميليونه افغانيو سره تښتېدلى

author avatar
4 Feb 2018 - 11:00
د زابل سرپرست ښاروال له نږدې دوه ميليونه افغانيو سره تښتېدلى
author avatar
4 Feb 2018 - 11:00

کلات (پژواک، ١٥ سلواغه ٩٦): د زابل ولايت سرپرست ښاروال له نږدې دوه ميليونه افغانيو سره تښتېدلى دى.

د زابل د والي وياند ګل اسلام سيال د سلواغې په ١٥مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې محمد طيب شاوخوا شپږ مياشتې مخکې د زابل د سرپرست ښاروال په توګه ټاکل شوى و.

هغه زياته کړه چې نوي والي خيال محمد حسيني د دندې له پيل سره سم په ښاروالۍ کې د فساد په اړه د پلټنو او څېړنو لپاره يو پلاوى وټاکه.

د سيال په وينا، دا چې سرپرست ښاروال په فساد کې ښکېل و، نو دوه ورځې مخکې له يو ميليون او ٧٤٠زره افغانيو سره تښتېدلى دى.

د والي وياند وويل، داسې اوازې دي چې هغه د ډيورنډ پولې پورې غاړې کوېټې ته تښتېدلى  او ځيني وايي چې د هېواد دننه چېرته پټ شوى دى.

دى وايي چې امنيتي ارګانونو د هغه د نيولو په اړه هڅې پيل کړې، څو یې د قانون منګلو ته وسپاري.

خو ځينو نورو سرچينو ويلي چې سرپرست ښاروال له درې ميليونه افغانيو سره تښتېدلى دى.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.