خوست ښار (پژواک، ۲۲ سلواغه ۹۶): امنيتي چارواکي وايي چې ناپېژاندو وسله والو د دغه ولايت په نادرشاه کوټ ولسوالۍ کې يو ديني عالم وژلی دی.
د خوست د امنيې قوماندانۍ د امنيت امر سمونوال عبدالحنان ځدراڼ د سلواغې په ٢٢مه پژواک اژانس ته وويل، چې پېښه د نادرشاه کوټ ولسوالۍ د ځنيخېلو په سيمه کې رامنځته شوې ده.
هغه زياته کړه، د يادې ولسوالۍ د منبع العلوم حنيفيه مدرسې مدرس او ديني عالم حضرت ګل تېره ورځ له مدرسې کور ته په لاره و چې دوو موټرسايکل سپرو پرې ډزې کړې او وژلی يې دی.
سمونوال عبدالحنان ځدراڼ وويل چې بريد کوونکي تښتېدلي خو د پېښې اصلي انګېزه نه ده څرګنده شوې او پوليسو هم خپلې پلټنې پيل کړې دي.
په ورته کې د نادرشاه کوټ ولسوالۍ يوه اوسېدونکي محمد عايل قاسمي پژواک اژانس ته وويل چې دغه وژل شوي ديني عالم له چا سره شخصي دښمني نه درلوده، خو داسې ښکاري چې د حکومت وسله والو مخالفينو په نښه کړی دی.
تر اوسه د دې پېښې مسووليت چا پر غاړه نه دی اخيستی او نه هم وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه ويلي دي.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










