مزارشريف (پژواک، ۲۹ سلواغه ۹۶): سياسي کارپوهان وايي، د ارګ د فرمان پر وړاندې د سمنګان والي درېدل د عطامحمد نور او حکومت تر منځ مخالفت سره نېغې اړيکې لري.
تېره ورځ د ولسمشر محمد اشرف غني په فرمان د هېواد د پنځو ولايتونو واليان لرې او پر ځای يې نور وګومارل شول.
په دغه ډله کې د سمنګان والي عبدالکريم خدام هم شامل و، چې پر ځای يې عبداللطيف ابراهيمي د دغه ولايت د والي په توګه اعلان شو؛ خو خدام چې د جمعيت ګوند د رهبري شورا غړيتوب هم لري، د ارګ د دغې اعلاميې پر وړاندې ودرېد؛ د ولسمشر فرمان ته يې نه! وويل او ځان يې د سمنګان والي وباله.
نوموړي نن د سمنګان ولايت مقام کې رسنيو سره په خبرو کې وويل: ((زه د هغه توافق له مخې د سمنګان د والي په توګه مقرر شوی وم، چې د جمعيت ګوند او ارګ ترمنځ شو و.))
هغه په ښکاره ټکو کې وويل: ((د ارګ دغه فيصله ما ته د منلو وړ نه ده.))
د سمنګان مخکيني والي خدام زياته کړه، په دې برخه کې د جمعيت ګوند فيصلې ته په تمه دی، چې څه بايد وکړي.
همداراز په دې خبري ناسته کې د سمنګان ولايت مقام پخواني مرستيال ضياءالدين ضيا، چې کابو څلور مياشتې وړاندې له دندې ګوښه شوی و، خو لا يې د مرستيال والي په توګه دنده ترسره کوله، برخه لرله.
نوموړی چې په سمنګان کې د جمعيت ګوند له مهمو غړو او سرسړيو څخه شمېرل کېږي، وويل چې د ارګ فيصله ورته د منلو نه ده.
هغه د خدام د ملاتړ پر ښودو سربېره وويل، د جمعيت اسلامي ګوند تر وروستۍ فيصلې پورې به دوی دواړه د سمنګان د والي او مرستيال په توګه خپلې دندې پر مخ وړي.
ضياء ارګ ته ګواښ وکړ: ((ارګ د حفيظ الله امين د دورې په څېر تصميمونه نيسي او غواړي چې پلي يې کړي؛ دغسې تصميمونه دې يواځې په ارګ کې عملي کړي، په سمنګان کې عملي کېدونکي نه دي.))
د سياسي چارو کارپوهان، که څه هم د ورته مخالفتونو پر وړاندې ولس د ارګ ملګری بولي، خو بيا هم له مرکزي ادارې څخه غوښتنه کوي چې بايد مخنيوی يې وکړي.
د سياسي چارو کارپوه اباسين بريال پژواک خبري اژانس ته وويل، حکومت عطامحمد نور ته وخت ورکړ، چې په کراره يې پوه کړي؛ خو خدام ته به حوصله ونه کړي.
login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP