ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

جاپان د ټاکنو له لړۍ څخه د ملاتړ لپاره ١٣ ميليون ډالره مرسته وکړه

جاپان د ټاکنو له لړۍ څخه د ملاتړ لپاره ١٣ ميليون ډالره مرسته وکړه

author avatar
21 Feb 2018 - 19:57
جاپان د ټاکنو له لړۍ څخه د ملاتړ لپاره ١٣ ميليون ډالره مرسته وکړه
author avatar
21 Feb 2018 - 19:57

کابل (پژواک، ٢ کب ٩٦): جاپان هېواد د افغانستان له ولسي جرګې او ولسواليو شوراګانو څخه د ملاتړ لپاره خپله ١٣،١ ميليون ډالري مرسته اعلان کړه او دغه اندازه پيسې به د افغانستان د راتلونکو ټاکنو په لړيو کې د ملګرو ملتونو سازمان له لارې ولګول شي.

د دغو مرستو هوکړه ليک، نن د جاپان په سفارت کې د جاپان سفير ميسوجي سوزوکا او په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د پراختيايي پروګرام مرکزي دفتر له سرپرست او ارشد مرستيال ناپليون ناوارو ترمنځ لاسليک شو.

په افغانستان کې د جاپان سفير ميتسوجي سوزوکا وويل، دغه مرسته د نړيوالو ژمنو، د ټاکنو ملي او حقوقي چوکاټ کې د ټاکنو ترسره کولو په ډګر کې د افغانستان د ټاکنيزو ادارو د ظرفيت لوړولو لپاره شوې ده.

نوموړي زياته کړه، جاپان له افغانستان سره په بېلابېلو ډګرونو کې مرسته کړې چې دغه لړۍ له ٢٠٠١ زېږديز کال راهيسې شاوخوا (٦،٥٧) ميليارده امريکايي ډالرو ته رسيږي.  

د جاپان سفير ټينګار وکړ چې د برياليو ټاکنو ترسره کول، د سياسي مشرانو، سياسي ګوندونو او خلکو همکارۍ ته اړتيا لري او د افغانستان خلک به د ټاکنو ترسره کولو او استازو په ټاکلو سره نړيوالو ته خپل ملي يووالى څرګند کړي.

افغانستان کې د ملګرو ملتونو پراختيايي پروګرام مرکزي دفتر سرپرست او ارشد مرستيال ناپليون ناوارو د جاپان هېواد له مرستې د ستاينې ترڅنګ، د افغانستان له عادلانه او رڼو ټاکنو د ترسره کولو په برخه کې د ملګرو ملتونو سازمان د نورو غړو هېوادونو د ملاتړ غوښتنه هم وکړه.

نوموړي زياته کړه، د افغانستان د مسلکي او تخنيکي وړتيا د لوړېدو له امله له ياد هېواد سره د نړيوالو مرستې کمې شوې او هيله ده چې په راتلونکي کې افغانستان په بشپړه توګه پر ځان بسيا هېواد وي.

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو سازمان ځانګړى استازى تاداميچي له افغانستان سره د جاپان هېواد له دوامدارې مرستې د مننې ترڅنګ د افغانستان پر رڼو او ټول شموله ټاکنو ترسره کولو ټينګار وکړ.

نوموړي وويل، ټاکنې نه يواځې د افغانستان د ډيموکراسۍ د دوام لپاره اړينې دي، بلکې د اساسي قانون له مخې يې بشپړتيا او خپلواکي هم اړينه ده.

د ټاکنو خپلواک کميسيون مشر عبدالبديع صياد د ټاکنو له لړۍ سره د نړيوالې ټولنې په ځانګړي ډول جاپان هېواد له مرستو مننه وکړه او د ټاکنو په برخه کې يې د ملګرو ملتونو او جاپان هېواد د مرستو د دوام غوښتنه وکړه.

نوموړي زياته کړه، د ولسي جرګې او ولسواليو شوراګانو ټاکنو ترسره کولو لپاره ځينې کارونه ترسره شوي او هڅه کېږي چې راتلونکې ټاکنې د پخوا په پرتله په ښه توګه ترسره شي.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.