ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

عبدالله: په امنيتي ځواکونو کې د ملي ګټو له سياست پرته بل هيڅ سياست ځاى نه لري

عبدالله: په امنيتي ځواکونو کې د ملي ګټو له سياست پرته بل هيڅ سياست ځاى نه لري

author avatar
1 Mar 2018 - 19:21
عبدالله: په امنيتي ځواکونو کې د ملي ګټو له سياست پرته بل هيڅ سياست ځاى نه لري
author avatar
1 Mar 2018 - 19:21

کابل (پژواک، ١٠ کب ٩٦): د ملي يووالي حکومت اجرائيه مشر ډاکټر عبدالله په دې خبرې په ټينګار سره چې د امنيتي ځواکونو په ليکو کې د ملي ګټو سياست پرته بل هيڅ سياست بايد حاکم نه وي، وويل چې د امنيتي ځواکونو سياست بايد خلکو، قانون او هېواد ته ژمنتيا واوسي.

د حکومت اجرائيه مشر د "هېواد د امنيتي او دفاعي ځواکونو ملي ورځ" د نمانځنې په مراسمو کې د خبرو پر مهال د يادې ورځې په اړه امنيتي او دفاعي ځواکونو ته مبارکي وويله او زياته يې کړه، چې ياد ځواکونه په خپلې قربانۍ او زړورتيا سره د مشروع دفاع په ليکه کې ولاړ دي.

هغه زياته کړه: "نن چې موږ دلته دغه ورځ نمانځو، امنيتي ځواکونه د هېواد په لرې پرتو سنګرونو، دښتو او ښارونو کې د امنيت پر ټينګښت او له هېواد څخه پر دفاع بوخت دي، پر دغو امنيتي ځواکونو نه يواځې وياړو کوو، بلکې خپله ژمنه يو ځل بيا تازه کوو چې يو او واحد حکومت له امنيتي ځواکونو په ملاتړ کې موجود دى."

اجرائيه مشر له امنيتي چارواکو د اصلاحي پروګرامونو له پر مخ وړلو مننه وکړه او ويې ويل، دغه اصلاحات د امنيتي ځواکونو په وړتيا کې اغېزمن دي، کله چې امنيتي ځواکونو ته لاسرسى کېږي، له يوه پلوه د مسووليت ادا کول دي او له بل لوري د امنيتي ځواکونو مورال لوړيږي او دوى په ښه توګه د خپلو دندو ترسره کولو ته لا ډېر ژمن کوي.

عبدالله وويل، د امنيتي او دفاعي ځواکونو په ليکو کې د ملي ګټو له سياست پرته بايد بل کوم سياست حاکم نه وي او د دوى يواځېنى سياست بايد اساسي قانون، افغانستان او خلکو ته ژمنتيا وي.

نوموړي زياته کړه: "بايد له ياده ونه باسو چې د افغانستان اکثره خلک د سولې غوښتونکي دي، زموږ په هېواد کې جګړه د جګړې لپاره نه ده، بلکې دا جګړه پر موږ تپل شوې او دفاع د خپل ځان مسووليت بولو او په دې باور يو چې په دغه هېواد کې به سوله ټينګيږي؛ سوله د خداى پاک امر او د خلکو غوښتنه ده."

نوموړي د دې خبرې په څرګندولو سره چې پرون د کابل پروسې په دويمه ناسته کې سولې ته د حکومت د حاضرېدو په اړه څرګنده پيغام وړاندې شو، وويل چې دا پيغام له هېواد څخه د دفاع په برخه کې د امنيتي ځواکونو د چمتووالي کموالى نه دى، بلکې امنيتي ځواکونه د تپل شوې جګړې تر پاى ته رسولو پورې مسووليت لري.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.