کندوز ښار (پژواک، ١٢ کب ٩٦) : چارواکي وايي، چې راتلونکې يوه اونۍ کې به د کندوز ولايت له هوايي ډګر څخه ملکي الوتنې پيل شي.
د کندوز ولايت مقام مطبوعاتي دفتر له خوا د کب په ١٢مه، پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د کندوز د هوايي ډګر امر عبدالنجات صابري، نن د ولایت رهبرۍ ته د خپلو فعالیتونو راپور ورکړ.
سرچينې د هغه له قوله ويلي، چې د کندوز هوايي ډګر پاتې چارې ټولې بشپړې شوې او يوه اونۍ کې دننه به له دغه هوايي ډګر څخه رسماً ملکي الوتنې پيل شي.
صابري وايي، په کندوز هوايي ډګر کې ټولې تخنیکي اسانتياوې برابرې شوي، د ځغاست لیکې او ترمینل د رغولو کارونه بشپړ شوي دي.
د نوموړي په وينا، له دې هوايي ډګر څخه د ملکي الوتنو پيلېدلو سره به خلکو ته ډېرې اسانتياوې برابرې شي.
د کندوز ولايت يوه مدني فعال ذبيح الله مجيدي چې د ماسترۍ لپاره کابل ته تګ راتګ کوي، وايي چې ډېرى مهال په لاره کې د امنيتي ستونزو له امله دوى پر سړک سفر نه شي کولى.
هغه پژواک ته وويل، دوى اړ وو چې لومړى مزارشريف ته لاړ شي او له هغه ځايه په الوتکه کې کابل ته سفر وکړي.
نوموړي خوښي څرګنده کړه چې له کندوز څخه ملکي الوتنې پيلېږي، خو وايي چې پخوا هم داسې ژمنې شوې، خو عملي شوې نه دي.
د يادونې وړ ده، چې پنځه شپږ کاله مخکې له کندوز هوايي ډګر څخه د افق شرق هوايي شرکت او کام اير له خوا ملکي الوتنې کېدلې، خو چې څو کاله مخکې يوه الوتکه په سالنګ کې پرېوته، نو دا الوتنې بندې شوې.
دوه کاله مخکې، ولسمشر اشرف غني د کندوز د هوايي ډګر د پراختيا پروژه منظوره کړه او د بيارغونې کارونه يې پيل شول.
د دغه هوايي ډګر د رغولو قرارداد تېر کال د لړم په مياشت کې د هوايي چلند د خپلواکې ادارې او د يوه خصوصي شرکت تر منځ لاسليک شوى و.
د هوايي چلند خپلواکې ادارې ويلي و، د يادې پروژې ٣٨٩ ميليونه افغانۍ لګښت د دولت له بوديجې ورکول کېږي چې د پلان له مخې، ټاکل شوې ياده پروژه په راتلونکو دولسو مياشتو کې بشپړه او ګټې اخيستو ته وړاندې شي.
login or register a new account.