کابل (پژواک، ٩ ورى ٩٧): د جمعيت اسلامي ګوند مرستيال احمد ضياء مسعود د ملي يووالي حکومت معيوب بولي او وايي چې د اوسني نظام مشرتابه د رڼو او سراسري ټاکنو تر سره کولو ژمنتيا نه لري.
نوموړى چې په کابل کې يې د ١٣٩٧ کال نوروز سيمه ييزې ناستې ته خبرې کولې، د ملي يووالي پر حکومت يې سخته نيوکه وکړه او ويې ويل چې دغه حکومت نه شي کولى حکومتولي وکړي؛ ځکه چې د هغه په خبره يو نا مشروع، معيوب او توافقي حکومت دى.
د افغانستان اسلامي جمعيت ګوند مرستيال زياته کړه، تر هغه چې د يوه سياسي مشارکت له لارې بنسټيز سياسي تحول او ولسي حکومت رامنځته نه شي، هېڅکله به هم ټولنه او خلک پرمختګ ونه ګوري.
هغه زياته کړه: ((ځکه خو موږ خپله اړتيا لرو چې نوى والى راشي، ډيموکراسي او سياسي بسنټونه پياوړي شي، دغه کارونه يوازې د رڼو ټاکنو له لارې ممکن دي، خو اوسنى حکومت يې ترسره کولو ته ژمن نه دى.))
مسعود وايي چې افغانستان د ملي اقتدار له ستر بحران سره مخ دى او د حکومت خپل منځي اختلافات خپل اوج ته رسېدلي، له دغه بحرانه د وتلو لار د ټاکنو ترسره کول دي، څو يو مشروع او ولسي حکومت رامنځته شي.
د ملي يووالي حکومت دغه پخواني لوړ پوړي چارواکي وويل: ((سياسي جريانونه او قومي ډلې بايد يو لاس شي او دغه هېواد له بحرانه وژغوري، نړيواله ټولنه دې هم د دولت پر ځاى پر خلکو پانګونه وکړي.))
نوموړي زياته کړه چې د افغانستان اسلامي جمعيت ګوند به د ولسمشرۍ راتلونکو ټاکنو کې يو نوماند ولري، د بري په صورت کې به ملي حکومت جوړ کړي او دغه ګوند سياسي او ټولنيزو اصلاحاتو ته ژمن دى.
دا په داسې حال کې ده چې د ملي يووالي حکومت يو ځل بيا ټينګار کړى چې د رڼو، عادلانه او سراسري ټاکنو لپاره ټينګه ارده لري.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن