کابل (پژواک ١٦ ورى ٩٧): د ولسمشر د حکم پر بنسټ د وسله والو مخالفینو له لوري د بدخشان ولایت د دوو ښځینه وژل شوو پولیس افسرانو وارثینو ته اپارتمان ورکول کېږي.
دغه مطلب په هغې خبرپاڼه کې راغلى چې له ارګه پژواک خبري اژانس ته را رسېدلی دی.
سرچينه کاږي، د تاج محمد لوڼې نور حیا او منورا، د فیض اباد ښار د دهن آب اوسېدونکې دوه ښځینه پولیس افسرانې وې چې د ۱۳۹۶ کال د چنګاښ په ۷مه نېټه د وسله والو له خوا ووژل شوې.
سرچينه زياتوي، پر همدې اساس د کورنیو چارو وزارت د وړاندیز او د ولسمشر محمد اشرف غني په منظورۍ، د هغوی وارثینو ته په کابل ښار کې د ۱۹۳ متر مربع مساحب په اندازه د پنځو خونو یو اپارتمان ورکول کېږي.
په دغه حکم کې مالیې او د ښار او کور جوړونې وزارتونو ته لارښونه شوې چې ژر تر ژره دغه اپارتمان د هغوی وارثینو ته وسپاري.
خو په خبرپاڼه کې يادو شوو وارثينو ته د اپارتمان د ورکولو کره نېټه نه ده په ډاګه شوې.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن