کابل (پژواک، ۲۱ وری ۹۷): په کابل کې د جاپان سفارت اعلان وکړ چې په افغانستان کې د بشردوستانه چارو لپاره يې څه باندې پنځه ميليونه ډالر بېل کړي، څو د ملګرو ملتونو د بنسټونو له خوا ولګول شي.
په هغې خبرپاڼه کې چې د جاپان سفارت له خوا پژواک خبري اژانس ته رالېږل شوې، راغلي چې دغه مالي مرسته به د روان ۲۰۱۸ زېږديز کال په اوږدو کې ولګول شي.
په خبرپاڼه کې ويل شوي چې د ملګرو ملتونو د کډوالو چارو د عالي کمېشنرۍ، له ماشومانو د ملاتړ صندوق (يونيسف) د ملګرو ملتونو د ماين پاکۍ خدمتونو دفتر، د خوړو نړيوال پروګرام، د روغتيا نړيوال سازمان او دغه راز د کډوالو نړيوال سازمان ته پنځه ميليونه او ۳۰۰زره ډالر ورکړل شوي، څو د بېړنيو بشردوستانه خدمتونو لپاره ولګول شي.
سرچينې دغه راز ويلي: "ياد سازمانونه به په دغو مرستو سره وکړای شي چې له پاکستان او ايران څخه د راستنو شوو کډوالو او هغو کسانو ملاتړ وکړي چې له خوراکي مصوونيت، خوار ځواکۍ، طبيعي پېښو، بې ځايه کېدو او نورو شرايطو څخه کړېږي."
د جاپان سفارت ويلي چې له دغو پيسو يې يو ميليون ډالر د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ،۸۰۰زره ډالر يونيسف،. يو ميليون ډالر د ماين پاکۍ خدمتونو دفتر، يو ميليون ډالر د خوړو نړيوال پروګرام، ۵۰۰زره ډالر د روغتيا نړيوال سازمان او يو ميليون ډالر د کډوالۍ نړيوال سازمان ته ورکړي دي.
په کابل کې د جاپان سفارت دغه راز ويلي چې دغه هېواد د ملت جوړونې، امنيت، اقتصادي او ټولنيزې، کرنې، پوهنې، زيربينايي پروژو عملي کېدو، د کليو پراختيا او انساني وړتياوو لوړېدا څخه په جدي ډول ملاتړ کوي.
د جاپان سفارت د معلوماتو له مخې، دغه هېواد له ۱۳۸۰لمريز کال څخه تر اوسه پورې له افغانستان سره کابو شپږ ميليارډ،۵۷۰ميليون ډالر مرسته کړې ده.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










