ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ولسمشر د رايې ورکوونکو د نوم لیکنې پروسې د چټکولو لارښوونه وکړه

ولسمشر د رايې ورکوونکو د نوم لیکنې پروسې د چټکولو لارښوونه وکړه

author avatar
19 Apr 2018 - 16:43
ولسمشر د رايې ورکوونکو د نوم لیکنې پروسې د چټکولو لارښوونه وکړه
author avatar
19 Apr 2018 - 16:43

کابل (پژواک، ٣٠ ورى ٩٧) : ولسمشر اشرف غني د رايې ورکوونکو د نوم لیکنې بهیر د چټکولو په موخه د ولایتونو ملکي او نظامي مسوولینو ته لازمې لارښوونې وکړې.

له ارګ څخه د وري په ٣٠مه، پژواک خبري اژانس ته په يوه رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې ولسمشر غني نن ماسپښین په ارګ کې له توحید ملي مرکز څخه د ویډیويي کنفرانس له لارې د هېواد  د ۳۴ولایتونو والیانو، امنیتي او نظامي مسوولینو او د ټاکنو خپلواک کمېسیون ولایتي ريیسانو ته د ولسي جرګې او ولسوالیو شوراګانو د راتلونکو ټاکنو لپاره د رايې ورکوونکو د نوم لیکنې بهیر د چټکولو لپاره لازمې لارښوونې وکړې.

سرچينې زياته کړې، ولسمشر غني د حج او اوقافو وزیر ته لارښوونه وکړه چې سبا د جمعې لمانځه د ادا کولو پرمهال د خلکو د عامه پوهاوي په موخه د ټاکنو د ملي پروسې د ارزښت د بیانولو ترڅنګ خلک په دغه ملي پروسه کې د ګډون لپاره نوم لیکنې ته وهڅوي.

هغه د هېواد ټولو والیانو ته لارښوونه وکړه چې  د ښځينه رايې ورکوونکو د نوم لیکنې مرکزونو ته دې د دغه بهیر د ښه ترسره کېدو په موخه د شته امکاناتو په رڼا کې ټولې لازمې اسانتیاوې برابرې کړي. په خبرپاڼه کې راغلي، دغه راز ولسمشر  امنیتي او دفاعي مسوولینو ته دستور ورکړ چې د نوم لیکنې مرکزونو د امنیت لا ښه تامین ته دې زیات پام وکړي.

محمد اشرف غني همدارنګه والیانو ته لارښوونه وکړه چې ټول دولتي مامورین او د دوی کورنۍ دې په راتلونکې اوونۍ کې د رايې ورکولو لپاره خپل نومونه ثبت کړي او همدارنګه دې په ولسوالیو کې په دغه بهیر کې د ګډون په موخه د خلکو پوهاوی زیات کړي.

نوموړي د ټاکنو ملي پروسه کې د ګډون لپاره د علماوو، متنفذینو، مدني ټولنو، ځوانانو، رسنیو او د ټولنې د ټولو اقشارو رول ته په اشارې ټینګار وکړ چې د ټاکنو خپلواک کمېسیون سره دې په ګډه همغږۍ او همکارۍ د خلکو د پوهاوي کچه لوړه او دې ته وهڅوي چې د ټاکنو ملي پروسه کې ګډون وکړي او د رایې ورکولو قانوني حق څخه استفاده وکړي، ځکه له نوم لیکنې پرته رایه نشي ورکولی.

د راتلونکو ټاکنو د رايې ورکوونکو نوم ليکنې پروسه چې په روانه اوونۍ کې پيل شوې، لړۍ يې سسته روانه ده او ويل کېږي چې په تېرو څلورو ورځو کې  په ټول هېواد کې شاوخوا سل زره کسانو نوم ليکنه کړې ده.

د حکومت اجراييه رييس ډاکتر عبدالله عبدالله هم پرون ددې پروسې پر سستوالي اندېښنه څرګنده کړې ده.

خلک او شنونکي نيوکه کوي چې حکومت او د ټاکنو کمېسيون ددې پروسې لپاره سم تبليغات او د عامه پوهاوي پروګرامونه نه دي کړي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.