کندهار (پژواک، ۵ چنګاښ ۹۷): په کندهار کې د افغان صداقت سړک جوړولو شرکت د ۴۳ تنو تښتول شوو کار کوونکو برخلیک لا هم نه دى معلوم .
د غبرګولي په ۳۱مه د شپې په يوه نيمه بجه لسګونو وسله والو طالبانو له سپين بولدک ولسوالۍ څخه شورابک ولسوالۍ ته د غځېدلي سړک جوړولو پر یوه شرکت بريد کړى و او د دغه شرکت ۴۳ کارکوونکي یې ورسره بيولي وو.
وروسته امنیتي چارواکو خبر ورکړ چې تښتول شوي کارګر او کارکوونکي د ډیورنډ کرښې هغې غاړې ګلستان سیمې ته وړل شوي او د مخورو او دیني عالمانو په مرسته یې د هغوی د را خوشې کولو هڅې پيل کړې دي.
خو دا دی نن شپږمه ورځ ده چې د برخلیک په اړه یې هیڅ معلومات نشته.
د افغان صداقت سړک جوړونې شرکت مسوول حاجي غوث الدين د چنګاښ په ٥ مه، پژواک خبري اژانس ته وویل، که څه هم چارواکي وايي چې د تښتول شوو کاګرو د خلاصون هڅې روانې دي، خو تر اوسه یې د برخلیک په اړه هیڅ معلومات نشته.
هغه زیاته کړه، تښتول شوي کسان ټول د دغه شرکت عام کارګر دي او هیڅ دولتي کس په کې نشته.
دی وايي، دا چې طالبانو څو ځلې ا علان کړی و چې ټولګټو پروژو او د هغوی کارکوونکو ته زیان نه اړوي، نو دوی هم زړه ښه کړی و چې د سپين بولدک- شورابک د ۹۰ کیلومتره سړک جوړولو چارې پر غاړه واخلي.
دى وايي، وسله والو طالبانو نه یواځې د دوی ۴۳ کارګر تښتولي، بلکې د دوى ١٥ عرادې وسايط یې هم سوځولي او په دې توګه یې شاوخوا ۲ ميليونه ډالره زيان يې وراړولى دى.
نوموړی له وسله والو طالبانو غوښتنه کوي چې د کارګرو کورنۍ په بد حالت کې دي او باید خوشې کړای شي.
د کندهار د امنیې قوماندانۍ ویاند ضیا دراني پژواک اژانس ته وویل، د امنیتي ځواکونو د کشفي معلوماتو له مخې، تښتول شوي کارګر لا هم د ډیورنډ کرښې ها غاړه د ګلستان په سیمه کې ساتل کېږي.
دی وايي، د مخورو او قومي مشرانو په مرسته د هغوی د خلاصون هڅې روانې دي، خو تر اوسه کوم پرمختګ نه دی شوی.
شورابک ولسوالي د کندهار ښار په سوېل کې د ٢٣٠ کيلو متره په واټن له ډيورنډ فرضي کرښې سره پرته ده چې له سپین بولدک څخه تر همدې ولسوالۍ ۹۰ کیلومتره سړک خام دی او اوسېدونکي يې د خپلو اړتياوو د پوره کولو په موخه پاکستان ته تګ راتګ کوي.
login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP