ژبه

ولسمشر غني: هغو ولسوالانو ته به رقابتي بودجه ورکړل شي چې غوره طرحې ولري

توسط عزيزالله همدرد

اکتوبر 12, 2018 - 9:50 am

Views: 60

کابل (پژواک، ٢٠ تله ٩٧): ولسمشر غني پر دې سربېره چې وايي د نظام مشروعیت په ولسوالیو پورې اړه لري، د سیمه ییزې حکومتولۍ پیاوړتیا او د داخلي تولیداتو په زیاتوالي کې د ولسوالانو رول مهم وباله.

نوموړي دغه څرګندونې تېره ورځ ماښام د ولسوالانو ملي کنفرانس په اختتامیه مراسمو کې چې په چهار چنار ماڼۍ کې جوړ شوي وو، کړې دي.

له ارګه پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې په دغو مراسمو کې ولسمشر د ولسوالانو د ګروپي کار راپور واورېد او هم د سیمه ‏ییزو ارګانونو خپلواکې ادارې ريیس عبدالمتین بېګ په کنفرانس کې د ترسره شوو کارونو لنډیز بیان کړ.

سرچينه کاږي، نوموړي د سیمه ‎‎‎ییزې حکومتولۍ پیاوړتیا ته د ولسمشر له پاملرنې په مننې کولو وویل، دغه کنفرانس ملي خبرو او د پیوستون بسیج ته زمینه برابره کړه چې په کې پر امنیت، اقتصاد او اصلاحاتو بحث وشو.

دغه راز د بامیانو، هلمند، فاریاب او بغلان ولایتونو څلورو ولسوالانو د نورو په استازیتوب خبرې وکړې او د اداري کمپلېکسونو، د ورزش لپاره د اسانتیاوو، د خلکو او حکومت د مشارکت، د خدماتو د عرضې، ولسوالیو ته د کومکي بودجې، د کارموندنې، د کرنیزو ځمکو د انکشاف، د ولسوالانو د صلاحیتونو زیاتولو، له زورواکو او غیر مسوولو وسله‎والو سره د مبارزې او پر خپلو دندو د کاري ولسوالانو د پاتې کېدو په اړه خپل وړانديزونه بیان کړل.

سرچينه زياتوي، ولسمشر په ۱۱۴ مخونو کې د ولسوالانو د نظریاتو د تحلیل له وړاندې کولو مننه وکړه او هغه یې رغوونکي وبلل.

هغه د سیمه ییزو ارګانونو د خپلواکې ادارې له ريیس او همکار ټیم څخه د دغه کنفرانس د جوړولو په خاطر مننه وکړه.

ده وویل، د اداري اصلاحاتو کمېسیون خپلې ارزونې کوي او هغه ولسوالان چې کاري وړتیا ولري، له امتیازاتو څخه نه محرومېږي او نه یې هم لاسته راوړنې هېرېږي.

هغه زیاته کړه، د راتلونکي کال په بودجه کې ځانګړی کوډ د ولسوالیو د اداري کمپلېکسونو جوړولو لپاره په پام کې نیول کېږي. دغه راز به هغو ولسوالانو ته چې تر ټولو غوره طرحې وړاندې کوي، رقابتي بودجه هم په پام کې ونیول شي.

ده څرګنده کړه، د انکشاف په برخه کې له حکومت سره د خلکو د مشارکت رول مهم دی او ولسوالان باید په دې برخه کې زیاتې هڅې وکړي.

هغه ټینګار وکړ چې د ولسوالیو په کچه د مدیریت وړ د اطلاع ورکولو سیستم ته اړتیا ده چې خلک د طبیعي پېښو له رامنځ ته کېدو څخه خبر شي.

غني زیاته کړه، ولسوالانو سره د اړیکو ټیلیفوني سیستم دې جوړ شي، هغه په دې برخه کې د اترا ادارې، مخابراتو او ټکنالوژۍ وزارت او دغه راز د سیمه‏ییزه ارګانونو خپلواکې ادارې ته لازمې لارښوونې وکړې.

login or register a new account.