کابل (پژواک، ٢٣ تله ٩٧): ولسمشر غني، وايي د سالنګ اوسنى تونل کفايت نه کوي او د همدې لپاره د نوي تونل د جوړولو په سروې کار روان دى او اړتیا ده چې د بدیلې لارې په توګه د غوربندونو امنیت تامین شي.
له ارګ څخه پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې ولسمشر محمد اشرف غني نن ماسپښین د پروان ولایت له مشرانو سره د دې ولایت په مرکز چاریکارو ښار کې وکتل.
سرچينه کاږي، دوی د ولسمشر له برنامو او کړنو څخه د ملاتړ کولو ترڅنګ د جبل السراج د سمنټو فابریکې د پراختیا، د چاریکارو ښار د داخلي سړکونو د قیر، د حلقوي سړک د جوړولو، د اوبو د بندونو د جوړولو، د کرنې او فارمونو پراختیا او د ځوانانو لپاره د کار موندنې په اړه خپلې ستونزې او وړاندیزونه له ولسمشر سره شریک کړل.
سرچينه زياتوي، ولسمشر د امنیتي او دفاعي ځواکونو په لیکو کې د پروان د ځوانانو اتلولۍ او سرښندنې وستایلې او د دغه ولایت له مشرانو یې وغوښتل چې د سیمهییزې اردو په جوړولو کې همکاري او هلې ځلې وکړي.
ده زیاته کړه، منځنۍ اسیا ته د صادراتي دروازې په توګه د پروان ارزښت ته په کتو د سالنګ اوسنی تونل کفایت نه کوي او د نوي تونل د جوړولو په سروې کار روان دی او اړتیا ده چې د بدیلې لارې په توګه د غوربندونو امنیت تامین شي.
نوموړي د تولیدوونکو اتحادیو پر ایجاد ټینګار وکړ، ويې ویل، د اتحادیو په جوړولو سره د پور د ورکړې ستونزه حل کېږي او د پروان ولایت له مشرانو یې وغوښتل چې د کرنیزو محصولاتو پر صادراتو او پروسس ځانګړی تمرکز وکړي.
همداراز غني وویل، د جبل السراج د سمنټو او نساجۍ فابریکو پراختیا زموږ په کاري لومړیتوبونو کې ده او د فواید عامې وزارت ته یې لارښوونه وکړه چې د تُتُمدرې- د بګرام دوسرکې حلقوي سړک سروې او ډیزاین کړي.
له بلې خوا ولسمشر محمد اشرف غني پروان ولایت ته د خپل سفر په جریان کې نن د دې ولایت له صنعتکارانو او سوداګرو سره په دې کتنه کې د دوی د امنیت، صنعتکارانو ته د پور د ورکړې د زمینې د برابرولو، د سړو خونو د ایجاد او د سنجددرې صنعتي پارک ته د پاملرنې په اړه د هغوی ستونزې او وړاندېزونه واورېدل.
له ارګ څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې ولسمشر له سوداګرو او صنعتکارانو څخه په بېلابېلو برخو کې د پانګونې له امله مننه وکړه، ويې ویل، د پانګوالو او دولت همکاري د افغانستان د پرمختګ شرط دی.
هغه زیاته کړه، په قوانینو او مقرراتو کې راغلي بدلونونه د پانګونې په برخه کې د زیاتو ستونزو د حل لامل شوی دى.
غني له سوداګرو او صنعتکارانو وغوښتل چې د تولیدوونکو، پروسس کوونکو او صادروونکو اتحادیې ایجاد کړي چې پور ورکولو ته زمینه برابره شي.
د هغه په وينا، د افغانستان د برېښنا منظمه شبکه به تر ۱۸ میاشتو وصل او د فابریکو د برېښنا ستونزه حلېږي.
ده وویل، هر سکتور چې خودکفایۍ ته ورسېږي، د دولت په تدارکاتو کې ارزښت ورکول کېږي.
هغه زیاته کړه، بین المللي بازارونه پرانیستل شوي او اوس اړتیا ده چې د محصولاتو پر معیاري کولو تمرکز وشي.
دغه راز ولسمشر غني د پروان ولایت له ښځو سره هم کتلي دي.
د ارګ په خبرپاڼه کې راغلي چې ولسمشر په دې کتنه د ښځو لپاره د پلورنځیو، سپورټي خونو او ځانګړي سوداګریز مارکېټ لرونکي کمپلکس د ایجاد، د ښځو د وړتیا لوړولو د پروګرامونو، د ښځو لپاره د حقوقي مشورو د ورکولو د مرکز د ایجاد او د کاندیدانو د امنیت د ټینګښت په برخو کې د دوی ستونزې او وړانديزونه واورېدل.
ولسمشر غني د پروان ولایت له ښځو څخه د دوی د فعالیتونو په خاطر مننه وکړه او ويې ویل، ښځو ته درناوی زموږ د ملي فرهنګ برخه ده او دغه فرهنګ باید وده وکړي.
هغه زیاته کړه، د ښځو پیاوړتیا د حکومت د پاملرنې په محراق کې قرار لري، دغه راز په پروان ولایت کې ۲۰۰بستریز روغتون جوړېږي چې د دغه روغتون ۵۰ بستره نسایي ولادي ناروغانو ته ځانګړي کېږي.
ده وویل، روان کال په هر ولایت کې یوه مسلکي لېسه ایجادېږي.
هغه ښځو ته وړاندیز وکړ، په داسې برخو کې زده کړې وکړئ چې افغانستان ورته اړتیا لري.
همداراز ولسمشر د پروان والي او د چاریکارو ښاروال ته لارښوونه وکړه چې د ښځو لپاره د کمپلکس د جوړولو په موخه اقدام وکړي.
دغه راز ولسمشر محمد اشرف غني نن مازدیګر د پروان ولایت د پوهنتون او ښوونځیو له استادانو سره هم کتلي دي.
له ارګ څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې په دې کتنه کې د پروان پوهنتون او پوهنې رئیسانو د خپلو لاسته راوړنو په اړه خبرې وکړې او له ولسمشر سره یې د پروان پوهنتون د ځمکې د انکشاف، د ښوونکو د ښارګوټي او د ښوونکو او درسي کتابونو د کمبود په اړه خپلې ستونزې او وړانديزونه شریک کړل.
ولسمشر د استادانو او ښوونکو د خبرو له اورېدو وروسته د دوی د همېشنیو هڅو مننه وکړه او د ځمکو خپلواکې ادارې او پروان والي ته یې لارښوونه وکړه چې ژر ترژره د پروان پوهنتون د انکشاف لپاره مناسبه ځمکه مشخصه کړي.
هغه د تعلیمي نصاب په اړه وویل، هندوستان سره هوکړې ته رسېدلي یو چې د پوهنتونونو تر ټولو غوره نصاب به د انټرنټ له لارې زموږ سره شریکېږي او غوره محصلین به مو په هند کې له پنځه میاشتنۍ دورې وروسته تحصیلي سند ترلاسه کوي.
ده زياته کړه، د شپږ زره ښوونځیو بودجه منظور شوې او دا ښوونځي به په راتلونکو دوو کلونو کې په ټول هېواد کې جوړېږي.
نوموړي د پوهنې وزارت سرپرست او د لوړو زده کړو وزیر ته لارښوونه وکړه چې د پوهنتونونو د رئیسانو او استادانو او د ښوونځیو د معلمینو ملي کنفرانسونه په جلا ډول جوړ کړي، ترڅو پر ستونزو په اساسي ډول بحث وشي.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










