ژبه

په هغو مرکزونو کې چې نن رایه نه ده ورکړل شوې، سبا ټاکنې ترسره کېږي

توسط عزيزالله همدرد

اکتوبر 20, 2018 - 4:32 pm

Views: 64

کابل (پژواک، ۲۸ تله ۹۷): د ټاکنو خپلواک کمېسیون د رایې ورکونې په بهیر کې د ستونزو په منلو سره اعلان وکړ چې په هغو مرکزونو کې به سبا ټاکنې ترسره شي چې نن د ستونزو له امله په کې رایه نه ده اچول شوې.

د ټاکنو خپلواک کمېسیون رییس عبدالبدیع صیاد نن په کابل کې د یوې خبري ناستې په جریان کې د رایې ورکونې په بهیر کې د تخنیکي ستونزو د شتون په منلو وویل چې د یاد کمېسیون مرکزي او ولایتي مرکزونو ته امر شوی چې ژر تر ژره دې ستونزو ته رسېدنه وکړي.

هغه وویل، د ټاکنو کمېسیون پرېکړه کړې، په هغو مرکزونو کې چې بایومټریک ماشینونه خراب شوي او یا نه دي ورته رسېدلي، لومړۍ دې له تخنیکي لارو ستونزې حل شي او که ستونزه پاتې کېږي له احتیاطي ماشینونو او یا تړلو مرکزونو څخه دې استفاده وشي.

نوموړي زیاته کړه: ((که بیا هم ستونزه موجوده وي، د رایې ورکوونکو د نوملړ په اساس باید رایې ورکونې ته دوام ورکړل شي او خلکو ته دې د رایې ورکولو اجازه ورکړل شي او په پای کې دې څارونکي او د محل رییس دغه موضوع په تفصیلي ډول په ژورنال کې ولیکي، څارونکي او لیدونکي یې د تایید کړي.))

هغه زیاته کړه: ((د رایې ورکونې په هغو محلونو کې چې کارکوونکي او یا ټاکنیز توکي ورته ناوخته رسېدلي، د رایې ورکونې وخت تر ۶:۰۰ بجو پورې غځېږي او په کتار کې ولاړو ټولو کسانو ته به د رایې ورکونې چانس ورکړل شي.))

د هغه په خبره، د رایې ورکونې په هغو مرکزونو کې به سبا ټاکنې ترسره شي چې د غرمې تر یوې بجې د یو شمېر ستونزو له امله نه دي خلاص شوي.

صیاد اندېښنو، په ځانګړې توګه بایومټریک ماشینونو ته په اشاره وویل چې یوه ستونزه په ځانګړې توګه په بایومټریک ماشینونو کې تخنیکي ستونزه د مسلکي کسانو نه شتون دی او پر خپلو ژمنو یې عمل نه دی کړی.

د ټاکنو خپلواک کمېسیون رییس ډاډ ورکړ چې خلک دې د خپلو رایو د ضایع کېدو تشویش نه کوي ځکه د رایې ورکولو زمینه ورته برابره شوې ده.

په ورته وخت کې د ټاکنو کمېسیون د رامنځته شوو ستونزو په ځانګړې ډول د رایې ورکولو بهیر د حل لپاره نیم ساعت مخکې خپله تازه پرېکړه صادره کړه چې د هغې له مخې به په هغو محلونو کې چې د رایې ورکوونکو نوملړ شتون نه لري او یا په کې ځیني توري نشته، په لومړي قدم کې د رایې ورکونې هغه مرکزونو ته په ولایتي دفترونو کې لېست چاپ او ولېږل شي چې ولایتي مرکزونو ته یې نږدې دي.

په دې پرېکړه کې راغلي چې د رایې ورکونې په نورو مرکزونو کې دې د رایې ورکوونکو د نوم لیکنې د تصدیق له مخې د رایې کارونې اجازه ورکړل شي او د دوی لاسي نوملړ دې ترتیب شي او د محل د رییس او څارونکو له خوا دې تایید شي، د لرې شوو لېسټونو د مجودیت په صورت کې هغه کسان رایه نشي ورکولای چې په دې لېست کې شامل دي.

login or register a new account.