ژبه

معترض نوماندان: خیالي او له بایومټريک پرته رايې دې باطلې اعلان شي

توسط عزيزالله همدرد

اکتوبر 27, 2018 - 6:36 pm

Views: 70

کابل (پژواک، ۵ لړم ۹۷): د بغلان یو شمېر اوسېدونکي د ټاکنو ځايي چارواکو په تورنولو سره وايي چې خيالي او له بايومټريک پرته رایې باید باطلې اعلان شي او له سرغړونکو سره دې  قانوني چلند وشي.

د بغلان ولایت څه باندې ۲۰ معترضو نوماندانو، نن د کابل نوي ښارسيمه کې د یوې غونډې پرمهال د بغلان ولایت ټاکنې له درغلیو ډکې وبللې او د عدالت غوښتنه یې وکړه.

له بغلان ولایت څخه معترض نوماند عزیزالرحمن سخي زاده، د یادې اعتراضي غونډې پرمهال د بغلان ولایت د ټاکنو بهيرکې د امنیتي مسوولینو، یو شمېر ولسوالانو، نامسوولو وسله والو او د ټاکنیزو کمېسیونونو د ولایتي دفترونو مسوولینو د درغليو او سرغړونو په اړه اندېښنه څرګنده کړه.

نوموړي دې مطلب ته په اشارې سره چې صندوقونو کې د رایو شمېر د پایلو له لېستونو سره د پام وړ توپير لري، زیاته یې کړه چې د خلکو په رایو کې خیانت شوی او د ټاکنو خپلواک کمېسيون دې د صندوقونو رايې بیا و شمېري او له بایومټریک شوو رایو پرته دې، نورې رایې باطلې اعلان کړي.

هغه، د بغلان ولایت په مختلفو سيمو کې له سازمان شوو درغلیو په ځانګړې توګه تاله او برفک ولسوالۍ کې پرده پورته کړه، ويې ويل: (( په تاله او برفک ولسوالۍ کې هېڅ ټاکنې نه دې شوي، صندوقونه د ولسوالۍ مسوولینو ډک کړي او مرکز ته يې لېږدولي دي، موږ له اړوندو چارواکو غواړو چې پاکې رایې له ناپاکو جلا کړي.))

هغه په ټينګارسره زیاته کړه: (( موږ رڼې، عادلانه او له درغليو پاکې ټاکنې غواړو او هېڅکله د بهيرګډوډولو او ستونزو جوړولو لپاره راغونډ شوي نه یو، بلکې د بهیر روڼتیا لپاره راغونډ شوي يو او داسې ټاکنو ته غاړه ږدو چې د بایومټریک په وسيله ترسره شوي وي، بایومټریک شوې رایې ټولو ته د منلو وړ دي.))

له بغلان ولایت څخه ولسي جرګې ته  بل معترض کاندید عبدالصمد حامد پویا د سخي زاده خبرو په تایید وويل: ((په تاله او برفک ولسوالۍ کې هېڅ راز ټاکنې نه دي ترسره شوي او ان یوه رایه خلکو صندوق ته نه ده اچولې.))

نوموړي ادعا وکړه چې ټولې رايې د تاله او برفک امنیه قوماندان حاجي عبدالله له لوري د دې ولسوالۍ په امنیه قوماندانۍ کې صندوقونو کې اچول شوې دي.

هغه زیاته کړه، له دوی سره د شته اسنادو له مخې د دې ولایت په اندراب، خنجان، خوست او زیات شمېر نورو ولسوالیو کې پراخې درغلۍ شوې دي.

معترضانو له حکومت او ټاکنیزو کمېسیونو څخه غوښتنه وکړه چې تورې او سپينې رايې دې له یو بل څخه جلا کړي او درغلي کوونکي دې عدلي او قضايي ارګانونو ته ور وپېژني.

هغوی ګواښ وکړ که د دوی غوښتنو ته پاملرنه و نه شي، د کابل – مزار لویې لارې بندولو ترڅنګ به د  برېښنا مزي پرې او پراخ لاریونونه به وکړي .

خو د ټاکنو خپلواک کمېسیون ویاند ذبیح الله سادات د دې غوښتنو په ځواب کې وويل چې د ټاکنو کمېسیون غړو د ټاکنو په ورځ پرېکړه وکړه، په کومو مرکزونو کې چې له بایومټریک څخه استفاده نه ده شوې، د رایې ورکوونکو نوملړ له مخې دې رایې ورکولو ته دوام ورکړي.

نوموړي وويل چې د ټاکنو کمېسيون پرېکړه پر خپل ځای ده او تر اوسه په کې کوم بدلون نه دی راغلی.

د ټاکنو خپلواک کمېسيون ویاند سید حفیظ الله هاشمي، په کابل کې د یوې خبري غونډې پرمهال وويل چې د کړنلارې او ميکانيزم له مخې، پاکې رایې له ناپاکو جلا کېږي.

د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون ویاند علي رضا روحاني وويل چې د دوی کړنه د قانون له مخې ترسره کېږي  او دا يې په عمل کې ښودلې ده، دا کمېسيون په خپل تصمیم کې جدي دی او د هېڅ نوماند حق به تلف نه شي.

دا په داسې حال کې ده چې تر دې وړاندې یو شمېر ګوندونو او سیاسي جریانونو اعلان کړی و چې له بایومټریک پرته کارول شوې رایې دوی ته د منلو وړ نه دي.

په ورته مهال، نن يو شمېر مدني فعالانو، د سياسي سازمانونو استازو او قومي مخورو د روان کال تلې میاشتې ټاکنې له درغليو ډکې او نامشروع وبللې، د ټاکنو بیا ترسره کولو غوښتنه یې وکړه؛  خو دا چې د ټاکنو لګښت دې له کومې مرجع تمویل شي، ځانګړی وړاندیز نه درلود.

د ننګرهار د محمدزو قوم  د شورا مشر سردارمحمد داوود عظيمي، نن کابل کې په دې مناسبت جوړه شوې غونډه کې وويل: (( له بده مرغه د تلې ۲۸ مې ټاکنو کې د رایې ورکولو له ۷۵ تر ۹۰ سلنه مرکزونو کې خلک په لوی لاس له رایې ورکولو محروم شوي دي.))

د مدني ټولنې غړي یوسفزي شعيب د ټاکنو په ورځ د سرغړونې، درغليو او فساد سلګونو مواردو ته په اشارې وويل چې ټاکنې په زور او زر، فساد او درغلیو ترسره شوې.

نوموړي زیاته کړه: (( د ټاکنو په ورځ د رايې ورکولو ډېری مرکزونه د سهار له لسو بجو او ان د ماسپښين په یوه بجه پرانیستل شول، د رایې ورکولو ځینو مرکزونو کې د بایومټریک دستګاوې غیرفعاله وي او په يو شمېر نورو مرکزونو کې بیا د رایې ورکونکو نوملړ زیات نیمګړی و او حتى د ډېرو رایې ورکوونکو نومونه موجود نه وو.))

د دې غونډې ګډونوالو غوښتنه وکړه چې ټاکنې دې دا ځل رڼې، عادلانه او سراسري ترسره شي.

د مدني فعالانو، سیاسي سازمانونواستازو او قومي مخورو په اعلامیه کې راغلي دي: (( موږ له اروپايي ټولنې، د امريکا له ولسمشر او ډېر شمېر نورو ملي او نړيوالو بنسټونو غواړو چې له فساد، درغلیو او سرغړونو ډکو ټاکنو څخه دې ډډه وکړي؛ څو زموږ په ټولنه کې د قانون او عدالت ټینګښت ته له دې زیات زیان وا نه وړي.))