ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ولسمشر غني: د هلمند سيند مهاروو

ولسمشر غني: د هلمند سيند مهاروو

author avatar
28 Oct 2018 - 20:56
ولسمشر غني: د هلمند سيند مهاروو
author avatar
28 Oct 2018 - 20:56

لښکرګاه (پژواک ٦ لړم ٩٧): ولسمشر غني د دې ترڅنګ چې وايي د هلمند سيند مهار کوي، زياتوي چې هلمند ته به په رښتيني ډول د لومړۍ درجې امکانات ورکول شي.

نوموړي دغه مطلب هلمند ولايت ته په سفر کې د ولايت په مقام کې يوې لويې غونډه ته په خپله کې وکړې.

ده وويل: "د هلمند سيند مهار کوو، خپلې اوبه چاته نه ورکوو، بندونه پرې جوړوو."

 هغه زياته کړه، د هلمند د جنوبي او مرکزي  برخو امنيت ښه شوى  دی، ۲۱۵ قول اردو په پښو درېدلې ده، نور امکانات به هم ورکړي، پوليسو ته به ځانګړې پاملرنه کېږي، هر ډول وسلې او امکانات به ورکړي.

د ده په وينا، هلمند لومړی درجه شوی و، خو پوره امکانات نه  دي ورکړل شوي او اوس به په رښتيني ډول اوله درجه کېږي، امکانات به ورکول کېږي، دغه راز به د شهيدانو کورنيو ته حق ورکوي، ۵۰۰۰ کورنيو ته به د استوګنې ځای ورکوي،  په سم ځای کې به ورکول کېږي چې د ژوند سهولتونه هم ولري، په ځانګړيې توګه به د عبدالجبار قهرمان او صالح محمد اڅکزي چې د ولسي جرګې نوماندان وو او ووژل شول، کورنيو ته به يې ځانګړې پاملرنه کېږي.

ولسمشر وويل، د هلمند بست تصدي فابريکې ته به په راتلونکو دوو اونيو کې  بوديجه ورکړي، څو بيا فعاليت پيل کړي، له کروندګرو څخه به پنبه اخلي او بيا به همدلته مالوچ ترې وباسي.

نوموړي د هلمند د ژورنالستانو ستاينه وکړه او ويې ويل، په تېرو څو کلونو  کې د دې ولايت ژورناليستان وژل شوي او يا ټپيان شوي دي.

ده زياته کړه، ټاپي پروژه عملي کېږي او په کې به هلمنديانو ته د کار په برخه کې ډېره ونډه ورکول کېږي.

د هغه په خبره، په افغانستان کې زرګونو ښوونځيو ته ودانۍ جوړيږي چې هلمند په کي شامل دی. د هلمند د ښوونکو د تشکيل ستونزه او د پوهنې نورې ستونزې به حل کړي.

غني وايي، زورواکي ختموي، ترڅو د قانون په چوکاټ کې خلک خپل ژوند پر مخ يوسي، خلک ولسوالۍ ته ژمن دي او له همدې امله يې په تېرو ټاکنو کې رايه ورکړه.

ده وويل: "په ټاکنو کې د ستونزو پوښتنه کوم چې ولې يې مواد په خپل وخت نه دي رسولي، په کميسيون کې درغلي او فساد نه منم، د خلکو حق ته به احترام کېږي، په رايو کاميابه شويو کسانو ته به حق ورکول کېږي او په درغلۍ تورنو کسانو څخه به پوښتنې کېږي."

د نوموړي په وينا، د بې کارۍ مخه به نيسي، د مېرمنو ونډه به نه هېروي او په ټولو برخو کې به د نارينه وو ترڅنګ ښځو ته پوره ونډه ورکول کېږي او د هغوى لاسي صنايعو ته به بازارا پيدا کوي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.