مزار شريف (پژواک، ۱۲لړم ۹۷): مزار شريف کې د ۳۵۰ زره امريکايي ډالرو په لګښت درې ټولګټې پروژې ګټې اخيستنې ته وسپارل شوې.
د يادو پروژو لګښت د ترکيې هيواد له خوا ورکړل شوی او د جوړېدو چارې يې هم د ترکيې د همکاريو سازمان يا (تيکا) بشپړې کړې دي.
د تيکا ادارې عمومي مرستيال سوريا اير د لړم په ۱۲مه، مزار شريف ښار کې د ياد ټولګټو پروژو د ګټې اخيستنې په پروګرام کې خبريالانو ته وويل، چې ترکيه به له افغانانو سره خپلو مرستو ته دوام ورکړي.
هغه زياته کړه، چې مزار شريف ښار کې يې د ښوونې او روزنې پوهنځي لپاره شنه ساحه، د مور او ماشوم زده کړې مرکز ته ودانۍ جوړول او د استقلال لېسې بيا رغونه او په کې عامه کتابتون پرانيستل، هغه پروژې دي چې چارې يې بشپړې شوي او د ګټې اخيستو وړ دي.
نوموړي وويل:((دمور او ماشوم زده کړو مرکز لپاره ودانۍ په نهه مياشتو کې، د استقلال لېسې د بيا رغونې او هلته د کتابتون جوړول څلور مياشتو کې او د ښوونې او روزنې پوهنځي لپاره د شنې ساحې جوړول په دوو مياشتو کې بشپړ شوي دي.))
هغه زياتوي، چې په يادو شويو پروژو ټولټال ۳۵۰ زره امريکايي ډالره لګښت راغلی، چې د ترکيې هېواد له خوا ورکړل شوى دى.
د تيکا ادارې مرستيال همدا راز وويل، چې ترکيه له افغانستان سره د خپلو مرستو دوام ته ژمنه ده او دغه هېواد دمګړۍ په کابل، هرات او مزار شريف ښار کې مرستندوی مرکزونه لري.
د هغه په خبره، له ۲۰۰۴ کال راهيسې ترکيې هېواد له افغانانو سره په بېلابېلو برخو کې مرسته کړې او دغه لړۍ به همداسې دوام ولري.
د بلخ ولايت مقام مرستيال شجاع الدين شجاع د يادو ټولګټو پروژو د چارو بشپړولو په برخه کې د ترکيې هېواد له همکاريو مننه وکړه.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن