مزار شريف (پژواک، ۱۲لړم ۹۷): مزار شريف کې د ۳۵۰ زره امريکايي ډالرو په لګښت درې ټولګټې پروژې ګټې اخيستنې ته وسپارل شوې.
د يادو پروژو لګښت د ترکيې هيواد له خوا ورکړل شوی او د جوړېدو چارې يې هم د ترکيې د همکاريو سازمان يا (تيکا) بشپړې کړې دي.
د تيکا ادارې عمومي مرستيال سوريا اير د لړم په ۱۲مه، مزار شريف ښار کې د ياد ټولګټو پروژو د ګټې اخيستنې په پروګرام کې خبريالانو ته وويل، چې ترکيه به له افغانانو سره خپلو مرستو ته دوام ورکړي.
هغه زياته کړه، چې مزار شريف ښار کې يې د ښوونې او روزنې پوهنځي لپاره شنه ساحه، د مور او ماشوم زده کړې مرکز ته ودانۍ جوړول او د استقلال لېسې بيا رغونه او په کې عامه کتابتون پرانيستل، هغه پروژې دي چې چارې يې بشپړې شوي او د ګټې اخيستو وړ دي.
نوموړي وويل:((دمور او ماشوم زده کړو مرکز لپاره ودانۍ په نهه مياشتو کې، د استقلال لېسې د بيا رغونې او هلته د کتابتون جوړول څلور مياشتو کې او د ښوونې او روزنې پوهنځي لپاره د شنې ساحې جوړول په دوو مياشتو کې بشپړ شوي دي.))
هغه زياتوي، چې په يادو شويو پروژو ټولټال ۳۵۰ زره امريکايي ډالره لګښت راغلی، چې د ترکيې هېواد له خوا ورکړل شوى دى.
د تيکا ادارې مرستيال همدا راز وويل، چې ترکيه له افغانستان سره د خپلو مرستو دوام ته ژمنه ده او دغه هېواد دمګړۍ په کابل، هرات او مزار شريف ښار کې مرستندوی مرکزونه لري.
د هغه په خبره، له ۲۰۰۴ کال راهيسې ترکيې هېواد له افغانانو سره په بېلابېلو برخو کې مرسته کړې او دغه لړۍ به همداسې دوام ولري.
د بلخ ولايت مقام مرستيال شجاع الدين شجاع د يادو ټولګټو پروژو د چارو بشپړولو په برخه کې د ترکيې هېواد له همکاريو مننه وکړه.
نوموړي وويل چې افغانستان او ترکيه نږدې ديپلوماتيکې اړيکې لري، چې د څه باندې يوې پېړۍ په اوږدو کې د يو او بل ښه ملګري پاتې شوي.
شجاع زياته کړه، چې افغانان او ترکان ګډ فرهنګي، ديني او ټولنيز روابط لري، چې له همدې امله دغه دوه هېوادونه خپلو کې همکار پاتې شوي دي.
نوموړي هيله مندي وښوده،چې راتلونکي کې هم د ترکيې دولت له افغانستان سره خپلو مرستو ته دوام ورکړي.
د بلخ ولايت مقام مرستيال په مزار شريف کې تازه بشپړ شوې ټولګټې پروژې خورا مهمې يادې کړې او زياته يې کړه، چې له دې امله به زرګونه افغانانو ته اسانتياوې رامنځته شي.
مزار شريف کې د ښوونې او روزنې پوهنځي محصل عبدالحليم پژواک ته وويل،چې د مطالعې لپاره او د محصلينو تر منځ د نظرياتو د تبادلې لپاره د راټولېدو په موخه د ځای له نشتوالي سره مخ وو.
هغه زياتوي، چې ښوونې او روزنې پوهنځي کې د شنې ساحې په جوړېدو سره يې دغه ستونزه لرې شوې ده.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










