کابل (پژواک ١٢ لړم ٩٧): ولسمشر پکتيکا ته د دويمې درجې ارتقا ورکولو ترڅنګ د دې ولايت له خلکو سره ژمنه وکړه چې په پکتيا کې به د کرنيزو څېړنو فارم او هم د جلغوزيو د پروسس مرکز جوړ شي.
له ارګ څخه پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې ولسمشر محمد اشرف غني پکتیکا ته د سفر پرمهال نن مازیګر په مرکز ښرنه کې د پکتیکا مشرانو، علماوو، د ولایتي شورا استازو، ځوانانو، ښځو او د بېلابېلو اقشارو استازو سره په جوړه شوې غونډه کې ګډون او وینا وکړه.
سرچينه کاږي، په پیل کې د پکتیکا والي محمد الیاس وحدت او د ولایتي شورا رئیس بختیارګل همت جمهور رئیس او ورسره پلاوي ته د ښه راغلاست پرمهال په یاد ولایت کې د بېلابېلو بشپړو شویو او تر کار لاندې پروژو په اړه معلومات ورکړل.
هغوى د سولې، نظام او د لویو ملي پروژو د ملاتړ ترڅنګ د پکتیکا د ولسونو وطنپالنه او هلې ځلې وستایلې او ټینګار یې دا وو چې د پکتیکا د ولسونو د ستونزو حل او وړاندیزونو ته دې اساسي پام وشي.
ولسمشر غني د هېواد د ساتنې او د نظام د ملاتړ له امله د پکتیکاوالو کوښښونه او سرښندنې وستایلې او په جشنونو د لویو اقتصادي پروژو د نمانځنې له امله یې له هغوی څخه په مننې کولو دا د پکتیکاوالو ملي روحیه وبلله.
ده وویل، پکتیکا نن دویمې درجې ته ارتقا کوي. د پکتیکا لپاره به اداري کمپلکس، د غونډو تالار، د مېرمنو لپاره د فاتحې ځای، په ښرنه او ارګون کې د نجونو یو یو ښوونځی او یوه یوه لېسه جوړشي. د ښرنې روغتون ۱۵۰ بستریز کېږي. پکتیکا پوهنتون به مستقل او د دوه نورو پوهنځیو لرونکی شي. د پوهنتون د احاطې دېوال به جوړ او د انګور اډې سرک په پاتې برخه به هم پانګونه وشي.
غني زياته کړه: "د بېلابېلو اقشارو استازو سره په کتنه کې مې لویه بشري پانګه او د پکتیکا نوې څېره وليده، د پکتیکا اصلاحات او د ولسونو تحرک باید ادامه او انکشاف پیدا کړي."
هغه زیاته کړه، د ښوونځیو د ودانیو او اړوندې ستونزې به په اساسي توګه حل شي.
نوموړي د پکتیا، پکتیکا، خوست، لوګر او میدان وردګو والیانو ته لارښوونه وکړه چې په ګډه سلا د اړوندو ولایتونو لپاره امنیتي پلان ترتیب او تطبیق کړي او همدارنګه د لویو لارو د خوندیتوب په برخه کې خپله همغږي او همکاري زیاته او د ولسونو رول ته ځانګړې پاملرنه وکړي.
غني وویل، د پکتیکا د ځنګلونو احیا او ساتنې ته اساسي پام کېږي او کرنې وزارت ته یې لارښوونه وکړه چې پکتیکا پوهنتون ته د کرنیزو څېړنو یو فارم او د جلغوزیو د پروسس یو مرکز هم په پکتیکا کې جوړ کړي. همدارنګه به امکاناتو ته په پام یو یا دوه بندونه هم په پکتیکا کې جوړ شي.
د ده په وينا، پکتیکاوال په ولسواکۍ باورمند دي او له ټاکنیزو کمېسیونونو یې غوښتنه دا ده چې د پایلو په اعلان کې بشپړ شفافیت تامین کړي.
هغه په ټینګار سره وویل، کمېسیونونه باید د ولس د پاکو رایو درناوی وکړي.
غني وویل، د پکتیکا لپاره مسلکي ښځینه ښوونکو ته به امتیازي معاش او ښځیه قاضیانو او څارنوالانو ته دېرش سلنه زیات معاش ورکړي.
هغه زیاته کړه، سوله چې د پکتیکاوالو او ټولو افغانانو اساسي غوښتنه ده، ملي زغم او ارادې ته اړتیا لري.
نوموړي په وسله والو طالبانو غږ وکړ چې له خپلو وسلو سره مخه ښه وکړي، له پردیو سره خپلې اړیکې پرې کړي او له خپل هېواد سره چې د مور او پلار حیثیت لري، یوځای شي، ځکه هېڅوک هم له مور او پلار څخه زیات مهربان نه دی.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










