کابل (پژواک، ١٣ لړم ٩٧): ولسمشر د امنیتي او دفاعي ځواکونو مسوولینو او یو شمېر منسوبینو ته د امنیت د تامین او ترهګرۍ سره د مبارزې په برخه کې د هغوی د ښې رهبرۍ او غوره خدمتونو د تقدیرولو په موخه عالي دولتي مډالونه، نښانونه، رتبې او نغدي مکافات ورکړل.
له ارګ څخه پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې ولسمشر او د وسله وال پوځ اعلی سرقوماندان محمد اشرف غني نن له غرمې مخکې د يو لړ مراسمو په ترڅ کې ياد شوي مډالونه، رتبې او نغذي مکافات ورکړل.
سرچينه کاږي، په پیل کې د کورنیو چارو وزارت ستر امنیتي معین لوی پاسوال اخترمحمد ابراهیمي د ولسي جرګې ټاکنو او د رايې ورکولو بهیر په اړه د ټاکلي امنیتي پلاوي د امنیتي تدابیرو او کړنو په اړه معلومات وړاندې کړل.
نوموړي له ولسمشر څخه له دې امله مننه وکړه چې په ځلونو یې د ویډیو کنفرانسونو له لارې ملکي او نظامي مسوولینو ته لازمې لارښوونې وکړې.
د کورنیو چارو وزارت ستر امنیتي معین وویل، د وسلهوال پوځ امنیتي او دفاعي منسوبینو په مېړانه او زړورتیا د دښمنانو ټولې دسیسې شنډې او د ولس په پراخ ملاتړ او ګډون یې د ولسي جرګې ټاکنې بریالۍ کړې.
نوموړي ولسمشر ته ډاډ ورکړ چې امنیتي او دفاعي ځواکونه به په ګډه همغږۍ او همکارۍ د ولسمشریزو ټاکنو لپاره لا ښه امنیتي تدابیر ونیسي.
ورپسې په فرهنګي چارو کې د ولسمشر فرهنګي سلاکار اسدالله غضنفر د امنیتي، دفاعي او هوایي ځواکونو مسوولینو او یو شمېر منسوبینو ته د هغوی د ښو کړنو او خدمتونو د قدرونې په موخه د جمهور ريیس فرمانونه او حکم ولوستل.
وروسته ولسمشر د یادو فرمانونو او حکم پر بنسټ د ملي دفاع او کورنیو چارو وزیرانو او د اعلی سرقوماندانۍ په چارو کې د ملي امنیت سلاکار مرستیال ته د غازي وزیرمحمد اکبرخان دولتي مډالونه، د ملي امنیت عمومي ریاست لوی ريیس او د ملي دفاع وزارت لوی درستیز ته د غازي امان الله خان دولتي نښانونه او مراد علي مراد ته د غازي میرمسجدي خان دولتي مډال ورکړ.
همدارنګه د امنیتي او دفاعي ارګانونو ۲۹ مسوولینو او منسوبینو ته یې د غازي وزیر اکبرخان، غازي میر مسجدي خان، غازي محمد ایوب خان او غازي میربچه خان دولتي مډالونه ورکړل.
په همدې ترتیب د هېواد د امنیتي او دفاعي ځواکونو ۷۲ منسوبینو ته چې د ۱۳۹۷ لمریز کال د ولسي جرګې ټاکنو د امنیت د تامین او د دښمنانو د شومو پلانونو شنډولو کې له ځانه ښې وړتیاوې ښودلې وې، دولتي مډالونه ورکړل.
د دې مراسمو په جریان کې ولسمشر د کورنیو چارو وزارت ستر امنیتي معین اخترمحمد ابراهیمي ته د لوی پاسوالي رتبه او د ملي امنیت شورا دفتر د وړاندیز په اساس د وسله وال پوځ د اعلی سرقوماندانۍ په چارو کې د معاونیت مرستیال او د ملي امنیت شورا دفتر د اطلاعاتو او همغږۍ عمومي ريیس تورنجنرال بهادرشاه احمدي ته د ډګرجنرالۍ رتبه منظور کړې وه، ورکړه.
ولسمشر غني د مډالونو، نښانونو، رتبو او نغدي مکافاتو له ورکړې وروسته په دې مناسبت جوړو شویو مراسمو ته د وینا پرمهال وویل: "نن د خوشحالۍ ورځ ده او د زړه له کومې د امنیتي او دفاعي ځواکونو ټولو منسوبینو ته چې په مېړانه، سرښندنو او اوله درجه احضاراتو یې دا ثابته کړه چې دا خاوره ازاده او ولسواکه پاتې کېږي، د زړه له کومې مننه کوم او دغه بریا دې ټولو ته مبارکه وي."
نوموړي د امنیتي او دفاعي ځواکونو له مسوولینو وغوښتل چې د افغان ملت د مننې مراتب د امنیتي او دفاعي ځواکونو ټولو منسوبینو ته ورسوي.
هغه زیاته کړه ، زموږ مېړني ځواکونه تر بل هر وخت د ولس زیات او پراخ ملاتړ له ځانه سره لري.
ده څرګنده کړه، افغانستان ته ازادي چا په ډالۍ کې نه ده ورکړې، بلکې زموږ مېړنیو امنیتي او دفاعي ځواکونو په خپلو مبارزو، وینو او سرښندنو ګټلې ده.
هغه زیاته کړه، د دغو مېړنیو درناوی او د هغوی کورنیو ته رسیدګي زموږ مسوولیت او مکلفیت دی.
ولسمشر وویل، امنیتي ځواکونو ثابته کړه چې د هېواد د دفاع او بقا په برخه کې یې خپل ځانونه درېغ نه کړل. زموږ هېوادوال او نړیوال د دوی د سرښندنو قدرداني کوي.
د ده په وينا، بروکسل کې د ناټو سرمشریزه د دغو سرښندنو د درناوي ښه بېلګه ده چې ټولو ګډونوالو په خپلو ویناوو کې د افغانستان د امنیتي او دفاعي ځواکونو د مېړانې یادونه وکړه.
غني د ولسي جرګې ټاکنو ټینګو امنیتي تدابیرو ته په اشارې وویل: "د قانون د پلي کوونکو، د ولسواکۍ د پالونکو او د بې طرفۍ اصل د رعایتوونکو په توګه ستاسو قدرداني کوم. تاسو په عمل کې ثابته کړه چې د ولس د قانوني ازادیو ساتنه کوئ او دا مو لویه لاسته راوړنه ده."
محمد اشرف غني له هوایي ځواکونو څخه له دې امله مننه وکړه چې په ۷۲ ساعتونو کې یې د ټاکنو حساس او غیر حساس مواد د هېواد ټولو ولایتونو ته ورسول.
هغه زیاته کړه، هغوی چې ویل یې ټاکنې نه کېږي او شپږ ولایتونه به سقوط شي، له امنیتي او دفاعي ځواکونو دې بښنه وغواړي.
ولسمشر د امنیتي او دفاعي ځواکونو ښه رهبري، همغږي او همکاري وستایله او له دوی څخه یې د لویو پروژو د امنیت د تامین، د سېلابونو، ځمکې ښویېدنې، زلزلې او نورو طبیعي افتونو پرمهال له خلکو سره د مرستې له امله مننه وکړه.
اشرف غني امنیتي او دفاعي ځواکونو ته په خطاب کې وویل: "زه ستاسو مدافع یم او پر تاسو ویاړم. سیاسیون دې ماته میلیون ښکنځلې وکړي، خو امنیتي او دفاعي ځواکونو ته دې چپ نه ګوري، دوی د ملاتړ، درناوي او باور وړ دي او د هېواد دغه صادق بچیان باید په وړو سیاستونو کې ښکېل نه کړي."
د ملي دفاع وزیر ډګر جنرال طارق شاه بهرامي د وینا پرمهال ټولو په ځانګړي ډول د امنیتي او دفاعي ځواکونو قربانيانو ته د فردوس جنت، ټپیانو ته د سالمې روغتیا او د دوی کورنیو ته د زغم دعا وکړه.
نوموړي همدارنګه د هېواد امنیتي او دفاعي ځواکونو او د قربانیانو کورنیو ته د ولسمشر د همېشنۍ پاملرنې، ملاتړ او رسیدګي قدرداني وکړه.
د ملي دفاع وزیر ولسمشر ته ډاډ ورکړ چې امنیتي او دفاعي ځواکونه به د دښمنانو دسیسې شنډې او د دوی ګواښونه به دفعه کړي.
هغه زیاته کړه، زموږ امنیتي او دفاعي ځواکونه به په الهي نصرت، د ولس، سیاسي زعامت او نړیوالې ټولنې په ملاتړ په مېړانه او زړورتیا د افغانستان دښمنان چې په هر ځای کې وي وځپي.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










