منځپانګې ته تلل
چهارشنبه ۲۸ اکتوبر ۲۰۲۶ · کابل ۱۲:۵۵ غ.و
۱۸° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نیمه ورېځ · ↑۱۹° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

​د هلمند په باغران کې وروسته له دېرشو کلنو یو ښوونځی فعال شو

· ۲ دقیقې لوستل · ۲۴۰ کتنې

لښکرګاه (پژواک، ۱۰ مرغومی ۹۷): د هلمند په نا امنه باغران ولسوالۍ کې له دېرشو کلونو وروسته يو ښوونځى داسې مهال فعال شو چې د ولسوالۍ کنټرول اوس هم له وسله والو طالبانو سره دى.

باغران او دېشو د هلمند هغه دوه ولسوالۍ دي چې په تېرو ١٥ کلونو کې حکومت پر دې نه دى توانېدلى چې تر خپل کنټرول لاندې یې راولي.

د هلمند د پوهنې رييس داوود شاه صفاري د مرغومي په لسمه پژواک خبري اژانس ته وويل چې د باغران ولسوالۍ لپاره ١٥ ښوونځي منظور شوي خو دوى تېره ورځ په پاى سنګ سيمه کې يواځې يو ښوونځى فعال کړى دى.

هغه وايي چې دغه ښوونځى دا مهال درې لومړی ټولګي او يو هم دويم ټولګى لري چې شاوخوا دوه سوه کسان په کې شامل شوي دي.

نوموړي وويل چې دا مهال د دغه ښوونځي لپاره څلور حق الزحمه ښوونکي پر دندو ګومارل شوي چې ډېرى يې ديني عالمان دي خو وروسته به د ښوونکو سم تشکيل ورته جوړ کړي.

ده زياته کړه: ((د ديني عالمانو او قومي مشرانو په هلو ځلو مو دغه ښوونځى فعال کړ، کوشش کوو چې په نوي کال کې يې ټول ١٥ ښوونځي فعاله کړو.))

د صفاري د معلوماتو له مخې، دغه ښوونځى دا مهال په يوې پخوانۍ دولتي ودانۍ کې فعاله شوى چې څوکۍ، مېز او فرشونه نه لري، خو په نږدې ورځو کې به ورته ولېږل شي.

په دې اړه د هلمند د ولايتي شورا غړي عبدالمجيد اخندزاده پژواک ته وويل چې په باغران کې تر اوسه ځکه ښوونځى نه و فعال شوى چې طالبانو يې مخالفت کاوه او خلکو لېوالتيا نه درلوده.

هغه زياته کړه: ((ولايتي شورا پر دې مسئلې کار وکړ، څو د خلکو ذهنيت يې بدل کړ اوس دا دى موافقه وشوه او ښوونځى په کې فعاله شو.))

همدارنګه د باغران ولسوالۍ يوه اوسېدونکي محمد اکبر پژواک ته وويل چې د ښوونځي فعالېدو ته ډېر خوشحاله دى.

هغه وايي: ((زموږ يو نسل له زده کړو پاتې شو، دا ډېر ښه کار وشو چې ښوونځى په کې فعاله شو.))

دغه راز د هلمند والي محمد ياسين خان پژواک ته وويل چې په باغران کې د قومي مشرانو او ديني عالمانو په همکارۍ يو ښوونځى پرانيستل شوى دى.

د هغه په وينا، دوى هڅه کوي چې په ټول هلمند کې خلکو ته د پوهنې په برخه کې متوازن خدمات وړاندې کړي.

د ياسين خان په وينا، د باغران تر څنګ  به په دېشو، خانشين او نورو ټولو هغو ولسواليو کې ښوونځي فعاله شي چې دا مهال په کې د زده کړو زمينه برابره نه ده.

د يادونې ده، په هلمند کې دا مهال له ٤٢٢ ښوونځيو ٨٣ يې د نا امنيو له امله تړل شوي دي.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول ښوونه او روزنه