کابل (پژواک، ١٥ سلواغه ٩٧) حزب اسلامي وايي، هيچا ته اجازه نه ورکوي چې د سولې له نامه په استفادې سره نامشروع حكومت رامنځته كړي او د ملي بنسټونو د ويجاړۍ لامل شي.
د ګلبدين حکمتيار په مشرۍ حزب اسلامي په اعلاميه کې چې نن يې خپره کړې، راغلي چې د امريکا متحده ايالتونو او طالبانو ترمنځ په داسې حال كې د مذاكراتو لړۍ پيل شوه چې د دولت استازي په كې ګډون نه لري.
سرچينه زياتوي چې دا مذاكرات كه څه هم نوى انكشاف دى او ځينو ته يې هيلې راټوكولې، خو د ناستې تركيب، د دولت عدم حضور، د مذاكراتو د څرنګوالي او مبهمې اجنډا او د ځينو لوريو غيرمسوولانه څرګندونو؛ په هېواد کې دننه او بهر اندېښنې راولاړې كړې دي.
د راپورونو له مخې، د طالبانو د سياسي دفتر مرستيال شېرمحمد عباس ستانکزي ويلي چې که د سولې خبرې مخته ولاړې شي او دوى واک ته ورسيږي نو ملي اردو به منحل کړي، ځکه چې بهرنيانو رامنځته کړې ده.
حزب اسلامي په دې اړه وايي، دا هغه څه دي چې هيڅ شريف او سرلوړى افغان يې نه مني.
په اعلاميه کې راغلي:"په دې كې شک نشته چې افغان ولس له روانې بدمرغې جګړې ستړی شوی او باعزته سوله غواړي؛ خو داسې سوله چې د بين الافغاني مذاكراتو او روغې جوړې په نتيجه كې رامنځته شي، د ناستې اصلي لوري افغانان وي، د افغانانو د خوښې حكومت، د قانونمند اسلامي نظام تأسيس، ځمکنۍ بشپړتيا، ټولنيز او سياسي عدالت، د ملي ګټو خونديتوب او د ملي ادارو تحکيم او ثبات تضمين كړي؛ نه هغه سوله چې له بهره پر افغانانو تحميل شي، اصلي لوري يې بهرنيان او د بهرنيانو د خوښې يو افغاني لورى وي، همغسې لكه چې د شوروي ځواكونو د وتلو په وخت كې د ژنيو په مذاكراتو كې اصلي لوري مسكو، واشنګټن او اسلام اباد وو، د كابل حكومت استازي هم بلل شوي وو خو د مجاهدينو په غياب كې د سولې تر نامه لاندې داسې توافق رامنځته شو چې يوازې د شوروي ځواكونو وتلو ته يې پتمنه بڼه وركړه، مخكنۍ جګړې ته يې په نوې بڼې كې د دوام لار پرانېسته، چې په نتيجه كې يې ملي ادارې او بنسټونه ويجاړ، د نوييمې لسيزې ترخې پېښې رامنځته شوې او همغې جګړې تر ننه پورې دوام وكړ."
سرچینه لیکي چې حزب اسلامي هيچا ته اجازه نه ورکوي چې د سولې له نامه په استفادې سره يو نامشروع حكومت رامنځته كړي او د افغانستان د ملي بنسټونو د ويجاړۍ باعث شي.
په اعلاميه کې راغلي:" يوازې هغه سوله د منلو وړ ده چې د نظام استحكام او په ټولنه كې ثبات او عدالت تأمين كړي؛ له دې پرته تش په نامه او تحميلي سوله هيڅ ارزښت نه لري او هيڅ ستونزه نه شي حل كولى. حزب اسلامي افغانستان نه يوازې دغې ملې او ديني وجيبې ته ژمن دى، بلكې د انارشۍ او بې ثباتۍ د مخنيوي لپاره به د تل په څېر د خپل غيور ملت په څنګ كې ودرېږي. "
حزب اسلامي وايي، سوله قرباني غواړي او دې قربانۍ ته بايد هر رښتينی افغان چمتو وي.
login or register a new account.