کندهار (پژواک، ۲۲ سلواغه ۹۷): په کندهار کې د ناپېژاندو وسله والو له خوا ډزو کې دوه ښځې ټپیانې شوې دي.
پېښه څو دقیقې وړاندې د کندهار ښار په مرکزي برخه د لومړۍ امنیتي حوزې په ساحه کې رامنځته شوې ده.
د کندهار د والي ویاند عزیزاحمد عزیزي پېښه تاييدوي او وايي، ناپېژاندو وسله والو پر دوو ښځو ډزې کړې، دواړې ټپيانې شوې او د پولیسو له خوا میرویس روغتون ته د درملنې لپاره وړل شوې دي.
ده پژواک خبري اژانس ته وویل، لومړني معلومات دا دي چې دغه ښځې سوالګرې وې چې یوه یې ۱۳ او بله ۱۸ کاله عمرونه لري.
دی زیاتوي، پولیسو په دې اړه پلټنې پيل کړې دي.
د روغتون چارواکي د یوې ټپي شوې ښځې روغتیايي حالت د اندېښنې وړ بولي.
د دې پېښې مسوولیت تر اوسه چا نه دی منلی.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن