ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د کاپيسا د نا امنو سيمو ښوونځيو ته نوې ودانۍ جوړېږي

د کاپيسا د نا امنو سيمو ښوونځيو ته نوې ودانۍ جوړېږي

author avatar
19 Feb 2019 - 11:48
د کاپيسا د نا امنو سيمو ښوونځيو ته نوې ودانۍ جوړېږي
author avatar
19 Feb 2019 - 11:48

محمود راقي (پژواک، ٣٠ سلواغه ٩٧) : د کاپيسا د پوهنې رياست وايي چې ددغه ولايت په نا امنو سیمو تګاب، اله سای او نجراب کې يې د شلو ښوونځيو لپاره نوې ودانۍ جوړې کړې او پلان لري چې په اله ساى کې د نجونو ښوونځيو لپاره شپږ نوې ودانۍ جوړې کړي.

د کاپيسا د پوهنې رييس عبدالعليم عيار پژواک خبري اژانس ته وويل چې په روان کال کې دوی نږدې ٩٥ سلنه بوديجه مصرف کړې ده، په کاپيسا کې ۹ بابه عصري ښوونځي جوړ شوي او په تېرو اوولسو کلونو کې دا لومړی ځل دى چې د کاپیسا په سوېلي برخو، تګاب، اله سای او نجراب کې  شل نوې ودانۍ جوړې شوې دي.

هغه وايي، په تګاب کې د نجونو لومړني ښوونځي شته، خو ودانۍ نه لري، په اله سای ولسوالۍ کې د نجونو شپږ ښوونځي شته چې په پام کې لري د ودانیو جوړېدو چارې يې ژر پيل شي.

عيار وايي، په روان کال کې ددغه ولايت په بېلا بېلو سيمو کې ١١٤ مسلکي ښوونکي هم پر دندو ګومارل شوي دي.

د هغه په وينا، تر ١٠٠ زيات ښوونځي نويو ودانيو ته اړتيا لري او دوى هڅه کوي چې دا ستونزه ژر هواره شي.

د کاپیسا د مرکز محمود راقي اوسېدونکى حاجی محمد اغا وايي، چې په دې وروستيو کې ددغه  ولايت د پوهنې په برخه کې د پام وړ کارونه شوي دي.

هغه زياته کړه، د ښوونکو د جذب پروسه هم په ښه توګه روانه ده او مسلکي ښوونکي پر دندو ګومارل شوي دي.

د احمد خالد په نوم د تګاب ولسوالۍ يو اوسېدونکى چې له کمپيوټرساينس پوهنځي څخه فارغ دى، پژواک ته وويل چې په رڼه توګه يې ازموينه ورکړه او دندې ته بريالى شو.

د تګاب د شهید غلام رسول  ښوونځي ښوونکى سرمعلم عبادالله وايي  چې د پوهنې رياست له خوا د ټولو برخو نظارت هم په ښه توګه توګه کيـږي.

هغه پژواک ته وويل چې په خپله د پوهنې رييس څو ځلې ولسوالۍ ته سفر کړى او د پوهنې بهير يې له نـږدې ليدلى دى.

د کاپیسا د اول کوهستان د پوهنې امر رقیب الله غفوري وايي چې سږ کال په اول کوهستان کې د نجونو او هلکانود ښوونځیو څلور ودانۍ جوړې شوې دي، یو شمېر ښوونکي نوي جذب شوي دي .

د کاپیسا د پوهنې ریاست د چارواکو په وینا، په کاپیسا کې ټول ۳۸۸۷ ښوونکي دي چې ۷۲۱ یې ښځینه دي.   ۱۳۲۲۸۷ زده کوونکي لري چې ۴۵۰۰۶ يې نجونې دي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.