محمود راقي (پژواک، ٣٠ سلواغه ٩٧) : د کاپيسا د پوهنې رياست وايي چې ددغه ولايت په نا امنو سیمو تګاب، اله سای او نجراب کې يې د شلو ښوونځيو لپاره نوې ودانۍ جوړې کړې او پلان لري چې په اله ساى کې د نجونو ښوونځيو لپاره شپږ نوې ودانۍ جوړې کړي.
د کاپيسا د پوهنې رييس عبدالعليم عيار پژواک خبري اژانس ته وويل چې په روان کال کې دوی نږدې ٩٥ سلنه بوديجه مصرف کړې ده، په کاپيسا کې ۹ بابه عصري ښوونځي جوړ شوي او په تېرو اوولسو کلونو کې دا لومړی ځل دى چې د کاپیسا په سوېلي برخو، تګاب، اله سای او نجراب کې شل نوې ودانۍ جوړې شوې دي.
هغه وايي، په تګاب کې د نجونو لومړني ښوونځي شته، خو ودانۍ نه لري، په اله سای ولسوالۍ کې د نجونو شپږ ښوونځي شته چې په پام کې لري د ودانیو جوړېدو چارې يې ژر پيل شي.
عيار وايي، په روان کال کې ددغه ولايت په بېلا بېلو سيمو کې ١١٤ مسلکي ښوونکي هم پر دندو ګومارل شوي دي.
د هغه په وينا، تر ١٠٠ زيات ښوونځي نويو ودانيو ته اړتيا لري او دوى هڅه کوي چې دا ستونزه ژر هواره شي.
د کاپیسا د مرکز محمود راقي اوسېدونکى حاجی محمد اغا وايي، چې په دې وروستيو کې ددغه ولايت د پوهنې په برخه کې د پام وړ کارونه شوي دي.
هغه زياته کړه، د ښوونکو د جذب پروسه هم په ښه توګه روانه ده او مسلکي ښوونکي پر دندو ګومارل شوي دي.
د احمد خالد په نوم د تګاب ولسوالۍ يو اوسېدونکى چې له کمپيوټرساينس پوهنځي څخه فارغ دى، پژواک ته وويل چې په رڼه توګه يې ازموينه ورکړه او دندې ته بريالى شو.
د تګاب د شهید غلام رسول ښوونځي ښوونکى سرمعلم عبادالله وايي چې د پوهنې رياست له خوا د ټولو برخو نظارت هم په ښه توګه توګه کيـږي.
هغه پژواک ته وويل چې په خپله د پوهنې رييس څو ځلې ولسوالۍ ته سفر کړى او د پوهنې بهير يې له نـږدې ليدلى دى.
د کاپیسا د اول کوهستان د پوهنې امر رقیب الله غفوري وايي چې سږ کال په اول کوهستان کې د نجونو او هلکانود ښوونځیو څلور ودانۍ جوړې شوې دي، یو شمېر ښوونکي نوي جذب شوي دي .
د کاپیسا د پوهنې ریاست د چارواکو په وینا، په کاپیسا کې ټول ۳۸۸۷ ښوونکي دي چې ۷۲۱ یې ښځینه دي. ۱۳۲۲۸۷ زده کوونکي لري چې ۴۵۰۰۶ يې نجونې دي.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










