کابل (پژواک، ۲۰ کب ۹۷): د افغانستان دولتي پوهنتونونو اتحاديه وايي، استادانو ځکه کاري اعتصاب کړى چې د تنخواګانو او امتيازونو په اړه يې د لوړو زده کړو قانون ٣٥ مه ماده نه ده پلې شوې.
نن کابل او ولايتونو کې د ځينو دولتي پوهنتونونو استادانو کاري اعتصاب پيل کړى، خو ځينې يې وايي چې ژر به اعتصاب پيل کړي. دا په داسې حال کې ده چې د سړو سيمو پوهنتونونو کلني درسونه د کب په ١٥ مه پيل شوي دي.
د افغانستان پوهنتونونو د استادانو د ټولنې مشر پوهاند نجيب الله امرخېل نن په کابل کې خبريالانو ته وويل چې د افغانستان د پوهنتونونو استادانو له دې امله چې تنخواګانې او امتيازات يې له قانون سره سم نه اجرا کېږي؛ کاري اعتصاب پيل کړی.
د هغه په وينا، د لوړو زده کړو قانون په ۱۳۹۴ کال کې توشېح شوى خو تر اوسه يې ٣٥ مه ماده نه ده پلې شوې.
د ملکي لوړو زده کړو قانون په ۳۵ مه ماده کې راغلي:"د لوړو زده کړو د موسسې د علمي کادر د غړو معاش، په جلا مقرره کې تنظيمېږي."
امرخېل وايي چې تر اوسه په دې اړه کومه مقرره نه ده جوړه شوې او له ۱۳۹۴ کال راهيسې د پوهنتون د استادانو تنخواګانې د پخواني ولسمشر حامدکرزي د فرمان له مخې د ولسمشرۍ له "خيراتي کود ۰۹۲" څخه اجرا کېږي.
دى وايي:"موږ تر اوسه معاشونه او که کوم امتيازات وي، په غير قانوني ډول اخلو؛ موږ غواړو چې زموږ دغه امتيازات قانوني شي."
د کابل پوهنتون د شريعاتو پوهنځي استاد ذبيح الله ناصح وايي چې له پرون راهيسې يې ځکه درسي اعتصاب پيل کړى چې د لوړو زده کړو قانون ۳۵ مه ماده نه ده پلې شوې.
دی زياتوي، تر هغې به خپل درسي اعتصاب ته دوام ورکړي ترڅو چې د استادانو تنخواګانې او امتيازات قانوني نه شي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن