کابل (پژواک، ۲۰ کب ۹۷): د افغانستان دولتي پوهنتونونو اتحاديه وايي، استادانو ځکه کاري اعتصاب کړى چې د تنخواګانو او امتيازونو په اړه يې د لوړو زده کړو قانون ٣٥ مه ماده نه ده پلې شوې.
نن کابل او ولايتونو کې د ځينو دولتي پوهنتونونو استادانو کاري اعتصاب پيل کړى، خو ځينې يې وايي چې ژر به اعتصاب پيل کړي. دا په داسې حال کې ده چې د سړو سيمو پوهنتونونو کلني درسونه د کب په ١٥ مه پيل شوي دي.
د افغانستان پوهنتونونو د استادانو د ټولنې مشر پوهاند نجيب الله امرخېل نن په کابل کې خبريالانو ته وويل چې د افغانستان د پوهنتونونو استادانو له دې امله چې تنخواګانې او امتيازات يې له قانون سره سم نه اجرا کېږي؛ کاري اعتصاب پيل کړی.
د هغه په وينا، د لوړو زده کړو قانون په ۱۳۹۴ کال کې توشېح شوى خو تر اوسه يې ٣٥ مه ماده نه ده پلې شوې.
د ملکي لوړو زده کړو قانون په ۳۵ مه ماده کې راغلي:"د لوړو زده کړو د موسسې د علمي کادر د غړو معاش، په جلا مقرره کې تنظيمېږي."
امرخېل وايي چې تر اوسه په دې اړه کومه مقرره نه ده جوړه شوې او له ۱۳۹۴ کال راهيسې د پوهنتون د استادانو تنخواګانې د پخواني ولسمشر حامدکرزي د فرمان له مخې د ولسمشرۍ له "خيراتي کود ۰۹۲" څخه اجرا کېږي.
دى وايي:"موږ تر اوسه معاشونه او که کوم امتيازات وي، په غير قانوني ډول اخلو؛ موږ غواړو چې زموږ دغه امتيازات قانوني شي."
د کابل پوهنتون د شريعاتو پوهنځي استاد ذبيح الله ناصح وايي چې له پرون راهيسې يې ځکه درسي اعتصاب پيل کړى چې د لوړو زده کړو قانون ۳۵ مه ماده نه ده پلې شوې.
دی زياتوي، تر هغې به خپل درسي اعتصاب ته دوام ورکړي ترڅو چې د استادانو تنخواګانې او امتيازات قانوني نه شي.
د کابل پوهنتون د ښکلو هنرونو د پوهنځي استاد عارف بهرام د يادې مادې نه عملي کېدو ته په اشارې وايي:" په دې اړه هېڅ قانوني مرجع موږ ته ځواب و نه وايه؛ استادان اړ شول چې په درسي اعتصاب لاس پورې کړي."
دی زياتوي، د پوهنتونونو استادان له قانون څخه پورته غوښتنې نه لري او موخه يې د لوړو زده کړو قانون پلي کېدل دي.
د بغلان پوهنتون د ژبو او ادبياتو پوهنځي د پښتو څانګې مشر نصيراحمد طاهري هم وايي:" موږ کاربنديز کړی او پرې ټينګ ولاړ يو."
خو د ننګرهار پوهنتون د استادانو اتحاديې وياند پوهنيار احمدجميل پوپلزي هم پژواک ته وويل، چې د يادې مادې د نه پلي کېدو ستونزه شته خو تر اوسه د دغه پوهنتون استادانو درسي اعتصاب نه دى کړى.
هغه وايي:" سبا د ننګرهار پوهنتون مشر او د دې پوهنتون د استادانو پلاوى د لوړو زده کړو له وزير سره ګوري او خپلې ستونزې ورسره شريکوي؛ که چېرې ستونزه حل نه شوه نو تر هغه وروسته به پرېکړه وکړي چې څه وکړي."
د کندهار پوهنتون د انجنيري پوهنځي استاد او د دغه پوهنتون مالي او اداري مرستيال انجنير نذير قانع وايي، که څه هم د کندهار پوهنتون استادانو نن اعتصاب نه دی کړی خو د دغه اعتصاب برخه دي.
هغه زياته کړه، له دې وړاندې دوی د استادانو کومه ټولنه نه لرله، خو تېره ورځ يې خپلمنځي غونډه کړې، د موافقې او نه موافقې فورمې يې وېشلي او نن وروستۍ غونډه کوي او اعتصاب پيلوي.
دی وايي، په ټول هېواد کې د استادانو ستونزې ورته دي او په کندهار کې هم استادان د تنخواګانو، د استوګنې د ځای او د تقرر په برخه کې ځينې مهال له اړوند وزارت او ځينو نورو ادارو سره ستونزې لري.
د ده په خبره، دوی غواړي د خپلو دغو او نورو حقونو د تر لاسه کولو لپاره د دغه اعتصاب برخه شي او له دې لارې د خپلو ستونزو حل وغواړي.
خو د بلخ پوهنتون د ژورناليزم پوهنځي استاد، نور اغا شريفي وايي چې د بلخ پوهنتون استادانو اعتصاب نه دی کړی او درسونه په عادي ډول روان دي.
د بلخ پوهنتون يو بل استاد حميد صفوت وايي چې د دغه پوهنتون استادان د اعتصاب له موضوع نه دي خبر، او نه هم تر اوسه د پوهنتون له خوا په دې اړه تصميم نيول شوی.
د لوړو زده کړو وزارت وياند فيصل امين پژواک خبري اژانس ته د پوهنتونونو د استادانو د کاري اعتصاب په اړه وويل:"تر اوسه خو په رسمي ډول موږ ته کومه موضوع نه ده رارسېدلې، خو زه پوښتنه کوم، معلومات اخلم او د معلوماتو پر بنسټ تاسو ته معلومات درکوم."
هغه د کابل پوهنتون د استادانو په اړه وويل:"زه دا مهال کابل پوهنتون کې يم، اعتراضات او اعتصاب نن سهار پيل شوي وو او استادانو چې کومه پرېکړه کړې هغه جريان لري؛ خو د لوړو زده کړو وزارت هڅې روانې دي چې د ماليې له وزارت سره دغه ستونزه حل کړي."
هغه د استادانو د غوښتنې په اړه وويل:" د ماليې له وزارت سره زموږ جدي خبرې روانې دي ترڅو يوې فيصلې ته ورسېږو، کوم تزيد او کوم موضوعات چې په مقرره کې راغلي يعنې په معاشونو کې ډېروالی؛ تاييد او نهايي شي."
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










