منځپانګې ته تلل
سه‌شنبه ۱۰ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۷:۵۴ غ.و
۱۰° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نیمه ورېځ · ↑۱۶° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

د بغلان د قند فابريکه وتړل شوه

· ۲ دقیقې لوستل · ۱۰۶ کتنې

پلخمري(پژواک، ٣غویى ٩٨):  د بغلان د قند فابريکه، ٧٩ کاله وروسته د خامو موادو د کموالي له امله وتړل شوه، خو کارکوونکي يې د دې فابريکې د فعاليت پر بېرته پيل ټينګار کوي.

د بغلان د قند صنعتي فابريکه په ١٣١٩ زېږديز کال کې په افغانستان کې د بورې د توليد د يواځينۍ فابريکې په توګه د المان په مرسته تاسيس او فعاله شوه.

دې فابريکې تر ١٣٧٠ لمريز کال پورې توليد درلوده، خو له دې وروسته د جګړو له امله له فعاليته ولوېده او په ١٣٨٥ لمريز کال کې بېرته د المان په مرسته فعاله شوه او تر اوسه يې خپلو توليداتو ته ادامه ورکړه، خو مسوولين يې وايي چې اوس د اومه موادو د کموالي له امله نور فعاليت نه شي کولاى.

خو بل لورته د يادې فابريکې کارکوونکي د غويي په درېيمه د اعتراض په توګه د دغې فابريکې مخ ته را ټول شوي وو او له اړوندو چارواکو يې غوښتنه کوله چې دغه فابريکه بايد بېرته فعاله کړي.

د اعتراض کوونکو په استازيتوب احمد شاه پژواک ته وويل چې د فابريکې ټول وسايل سم دي، خو د ناسم مديريت له امله تړل شوې ده.

 هغه زياته کړه: ((مسوولينو موږ ته وويل چې نور دوى معاش نه شي ورکولى دروازه يې وتړله، خو موږ دغه امر نه منو، فابريکه بايد بېرته فعاليت پيل کړي.))

دغه راز د فابريکې بل کارکوونکي سردارخان پژواک ته وويل چې له تېرو دوو کلونو راهيسې د فابريکي توليد خورا کم شوى وو.

هغه وايي: ((د حکومت د نه پاملرنې له امله دغې فابريکې سقوط وکړ او نن يې په رسمي ډول دروازه وتړل شوه.))

د يادې فابريکې يو شمېر نورو کارکوونکو هم ورته څرګندونې وکړې.

خو د بغلان د قند فابریکې ريیس غلام سخي پژواک ته وويل چې له تېرو دوو کلونو راهيسې دوى د خامو موادو له کمښت سره مخ وو.

ده زياته کړه: ((څومره چې موږ اړتيا درلوده دومره لبلبو نه کرل کېدل، د موادو له کمښت سره مخ وو نو مجبور شولو چې نن يې رسمي دروازه وتړو.))

نوموړى وايي چې د  کرنې، سوداګرۍ، مالیې او اقتصاد وزارتونو له چارواکو سره تر مشورې وروسته يې د فابريکې دروازه تړلې ده.

د يادونې ده چې د يادې فابريکې د توليد لپاره هر کال د بغلان کروندګرو په شاوخوا پنځه زره جريبه ځمکه کې چغندر (لبلبو) کرل او بيا يې د پيسو په مقابل کې فابريکې ته ورکول، خو په دې وروستيو کې دغه کچه ډېره ټيټه شوې وه.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول سوداګري او اقتصاد