پل علم (پژواک، ٢٣ غويی ٩٨): د کورنيو چارو وزارت وايي چې د ځانګړو ځواکونو په عملياتو کې د لوګر لپاره د وسله والو طالبانو د عشر، زکات، جلب او جذب مسوول نيول شوى دى.
دغه څرګندونې په هغې خبرپاڼه کې شوې چې د کورنيو چارو وزارت له مطبوعاتي دفتره د غويي په ٢٣مه پژواک خبري اژانس ته را لېږل شوې ده.
په خبرپاڼه کې راغلي چې د کورنيو چارو وزارت ځانګړو ځواکونو تېره شپه د لوګر په محمدې اغې ولسوالۍ کې عمليات ترسره کړي دي.
سرچينه زياتوي چې د دغو عملياتو په لړ کې د لوګر لپاره د وسله والو طالبانو د عشر، زکات، جلب او جذب مسوول عبادالله نيول شوى دى.
خبرپاڼه کې زياته شوې: ((عبادالله په لوګر کې په بېلابېلو وسله والو غلاوو او د ملکي خلکو په ځورونه کې لاس درلوده.))
دغه راز د لوګر د امنيې قوماندانۍ وياند شاپور احمدزى هم د عبادالله نيول کېدل تاييدوي خو وايي چې نوموړي په محمد اغې ولسوالۍ کې د طالبانو د عشر، زکات جلب او جذب مسووليت درلود.
وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP