ژبه

حکومت : د خبريالانو او رسنيو د امنيت ټينګښت لپاره ټولې هڅې کوو

توسط جاوید همیم کاکړ

جون 25, 2019 - 2:04 pm

Views: 46

کابل (پژواک، ٤ چنګاښ ٩٨) : د افغانستان حکومت وايي چې د خبریالانو، د رسنیو د دفترونو او رسنیزو فعالیتونو د امنیت ټينګښت لپاره يې خپلې ټولې هڅې کړي او په دې برخه کې به هېڅ راز هڅې ونه سپموي.

حکومت دا څرګندونې په داسې حال کې کړي چې د وسله والو طالبانو نظامي شورا پرون رسنيو ته ګواښ کړى چې ددوى پر ضد دې اعلانونه  نه خپروي او د سرغړونې په صورت کې يې پرې د بريدونو خبرهم ورکړى.

له ولسمشرۍ ماڼۍ ارګ څخه د چنګاښ په ٤مه، په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، د بیان ازادي د افغانستان د دولت او ملت له لاسته راوړنو څخه ده، چې په زیاتو قربانیو ترلاسه شوې.

سرچينې زياته کړې، د ملي یووالي حکومت په مسوولانه اقداماتو تل هڅه کړې چې د دې ارزښت ساتنه وکړي او د ودې زمینه یې برابر کړي.

په خبرپاڼه کې راغلي، حکومت د " حکومت او رسنیو ګډې کمېټې" جوړولو او دغه راز د خبریالانو د خوندیتوب د طرزالعمل د تصویب له لارې د خبریالانو، د رسنیزو دفترونو او رسنیزو فعالیتونو د امنیت د تامین لپاره يې خپلې ټولې هڅې کړي او په دې برخه کې به هېڅ راز هڅې ونه سپموي.

حکومت ويلي، د بیان پر ازادۍ او رسنیو برید او ګواښ چې په هر عنوان وي، د انساني او اسلامي ارزښتونو خلاف دی.

بلخوا د کورنيو چارو وزارت هم ويلي چې د هېواد ملي امنيتي او دفاعي ځواکونه د طالبانو هغه اعلامیه په کلکه غندي، چې رسنيو ته يې په کې خبرداری ورکړی او خبریالان یې ګواښلي دي.
په خبرپاڼه کې راغلي، رسنۍ او د بيان ازادي د افغانستان د اسلامي جمهوريت ستره لاسته راوړنه ده او دوی د افغانستان له نافذه قوانينو سره سم فعاليت کوي. د افغانستان رسنۍ او خبریالان په ډېرو سختو او ننګوونکو شرایطو کې دنده تر سره کوي او تل يې د افغانستان، افغانانو او ملي ارزښتونو دفاع کړې.

د کورنيو چارو وزارت ويلي، دا چې طالبانو د سيمې د ټولو استخباراتي شبکو د پراخو تبليغاتي امکاناتو او ملاتړ سره - سره د افغانستان د خلکو په ذهن کې ځای بایللی، د مخامخ جګړې تر څنګ يې اوس تبليغاتي جګړه هم بايللې، د خپلو ناوړه اعمالو له امله د افغان مسلمان ملت د کرکې لامل ګرځېدلي اوغواړي چې خپله ماتې اوس په داسې بزدلانه اعلاميو سره جبران کړي.

سرچينې زياته کړې : (( د افغانستان ملي دفاعي او امنيتي ځواکونه ټولو خبریالانو او رسنيو ته ډاډ ورکوي، چې ستاسې د امنيت او مصوونیت لپاره به لا ډېر ګامونه واخيستل شي. افغانان ستاسې له هغو هلوځلو مننه کوي چې د شعور د لوړتيا او د پر وخت او کره معلوماتو د رسولو په لاره کې مو کړې دي.))

دغه راز په کابل کې د امریکا سفیر جان باس You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.