کابل (پژواک، ١٧ زمرى ٩٨): د ولسمشر اشرف غني په مشرۍ د کابینې غونډې د کابل ښار د هوا ککړتیا د مخنیوي، کموالي او مدیریت په موخه د عمل پلان تصویب کړ.
له ارګه د زمري په ١٧مه پژواک خبري اژانس ته په يوه استول شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د ولسمشر غني په مشرۍ د کابينې غونډه پرون ماښام په چهارچنار ماڼۍ کې جوړه شوه.
سرچينې زياته کړې، په پیل کې ولسمشر غني وروستي په ځانګړي ډول د کابل په شپږمه ناحیه او د هېواد په نورو سیمو کې وحشیانه تروریستي بریدونه پر سختو ټکو وغندل.
ولسمشر غني یو ځل بیا د جمهوري نظام پر ساتنې او پر ټاکلي وخت د ټاکنو پر ترسره کېدو ټینګار وکړ او د ولسواکۍ له لارو چارو په استفادې یې د ټاکنو له لارې د خلکو پر مټ د دولت د رهبرانو د کار دوام یا تغییر ته اشاره وکړه.
هغه د کابینې له غړو او ټولو دولتي چارواکو وغوښتل چې د ټاکنو په پروسه کې مداخله ونه کړي او دغه مورد دې خپلو کارکوونکو ته هم واضح کړي چې په ټاکنیز بهیر کې به د مداخلې په صورت کې له متخلفینو سره قانوني چلند وشي.
ولسمشر د ۱۳۹۸ مالي نیمايي کال بودجې د ترتیب او نهایي کولو په خاطر د مالیې وزارت او په پارلماني چارو کې د دولت وزارت د هڅو او د نیمايي کال بودجې د تصویب په خاطر د ملي شورا د رهبرۍ او د دې شورا د دواړو مجلسونو له غړو مننه وکړه.
په همدې ترتیب ولسمشر غني د ملي ژبو د ۹ قاموسونو د چاپ او تالیف په خاطر د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د کارکوونکو نه ستړي کېدونکي زحموتونه وستایل او په اساسي قانون کې یې د ذکر شوو ژبو پر انکشاف او د فعالیتونو پر پراختیا ټینګار وکړ او په دې اړه یې اړوندو مراجعو ته لازمې لارښوونې وکړې.
ولسمشر د هېواد د خپلواکۍ سلمې کالیزې په شانداره مراسمو د نمانځلو لپاره د اړوندو مراجعو له تیاري مننه وکړه او د لوی اختر د را رسېدو له امله یې د کابینې محترمو غړو او د افغانستان ملت ته مبارکي وویله او د لوی خدای (ج) له دربار څخه یې د امن په فضا کې د اختر ورځو د تېرېدو دعا وکړه.
د اجنډا پر اساس، د ترانسپورټ په چارو کې د جمهوري ریاست مقام ستر سلاکار پوهنیار فرید احمد مومند د کابل ښار د هوا ککړتیا د مخنیوي، کموالي او مدیریت په موخه د عمل پلان غونډې ته وړاندې کړ.
کابینې د کابل ښار د هوا ککړتیا د مخنیوي، کموالي او مدیریت په موخه د عمل پلان د ترتیب له امله د ترانسپورټ په چارو کې د جمهوري ریاست عالي مقام د ستر سلاکار پوهنیار فرید احمد مومند او اړوندو ادارو د زیار مننه وکړه؛ یاد پلان یې تصویب او وزارتونه او دولتي ادارې یې مؤظفې کړې، تر څو د ترانسپورټ په چارو کې د ولسمشر عالي مقام د ستر سلاکار په همکارۍ د دې پلان د تطبیق اقدام وکړي.
همداراز د ترانسپورټ په چارو کې د جمهوري ریاست عالي مقام ستر سلاکار ته دنده وسپارل شوه، څو د ستراتیژیکو اړیکو په چارو کې د جمهوري ریاست عالي مقام د ستر سلاکار او د چاپېریال ساتنې ادارې په همکارۍ د عامه پوهاوي پلان ترتیب او د ښاروالیو او د کلیو پراختیا وزارت د ولسي تړون پروګرام له لارې دغه پوهاوی تر خلکو ورسوي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن