ژبه

د حنيف اتمر د کمپاين مسوول جيلاني پوپل دولت ساز ټيم سره يو ځاى شو

توسط جاوید همیم کاکړ

اگست 13, 2019 - 11:18 am

Views: 70

کابل (پژواک، ٢٢ زمرى ٩٨) : باوري سرچينې وايي چې د حنيف اتمر په مشرۍ د سولې او اعتدال د ټاکنيز ټيم د کمپاين مسوول له دولت ساز ټيم سره يو ځاى شوى دى.

د سولې او اعتدال ټيم کې وروسته له هغه ګډوډۍ پيدا شوې چې ددې ټيم د مهم غړي عطاء محمد نور او د ټيم د مشر حنيف اتمر ترمنځ پر صدارت اختلافات رامنځته شول.

ويل کيږي، چې اتمر په لومړي سر کې له نور سره د صدارت د څوکۍ ژمنه کړې وه، خو کله چې  ټاکنيز کمپاينونه پيل شول، نو له دې ژمنې څخه لاس په سر شو، چې له همدې امله دغه ټيم ټاکنيز کمپاين پيل نه کړ او تېره اوونۍ يې د کمپاينونو د ځنډولو اعلان وکړ.

د اشرف غني په مشرۍ د دولت جوړونکي ټيم يوې باوري سرچينې چې د نوم له اخيستو يې ډډه کوله، د زمري په ٢٢مه، پژواک خبري اژانس ته وويل چې د سولې او اعتدال ټيم د کمپاين مسوول جيلاني پوپل له دوى سره يوځاى شوى دى.

سرچينې زياته کړې، پوپل په ارګ کې ولسمشر اشرف غني سره او دغه راز د دولت ساز ټيم د کمپاين مشر عمر داوودزي سره جلا جلا ليدنې کړې دي.

بلخوا ځينو سرچينو ويلي چې د سولې او اعتدال د ټکت مرستيالان يونس قانوني، محمد محقق او ددې  ټيم بل غړى عطاء محمد نور د  ډاکـټر عبدالله  له ټيم سره پر خبرو بوخت دي.

د سولې او اعتدال ټاکنيز ټيم وياند قادر شاه په يوه خبرپاڼه کې ويليـ، له تېرې شپې را هیسې په رسنیو او ټولنیزو شبکو کې داسې راپورونه نشر کیږي چې ګواکې د سولې او اعتدال ټاکنیز ټیم محمد حنیف اتمر، د ټیم د یو شمیر مهمو مشرانو او په عموم کې د سولې او اعتدال ټیم له کوم بل ټاکنیز تیم سره د یو ځای کیدو پلان لري، دا ډول خبرونه کاملاً ناسم دي او حقیقت نه لري د سولې او اعتدال ټیم په ټول قوت سره خپلې برنامې او اهداف تعقیبوي.

پژواک هڅه وکړه چې په دې اړه د همپالنې او دولت جوړونکي  ټيمونو نظر هم واخلي، خو ورسره اړيکه ټينګه نه شوه.

 

login or register a new account.