منځپانګې ته تلل
سه‌شنبه ۱۰ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۸:۲۱ غ.و
۱۰° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نیمه ورېځ · ↑۱۶° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

په مرکزي بغلان ولسوالۍ کې هټۍ وال له ناامنیو په تنګ راغلي

· ۲ دقیقې لوستل · ۱۶۸ کتنې

پلخمري (پژواک، ۲۱ تله ۹۸): د بغلان ولایت د مرکزي بغلان ولسوالۍ يو شمېر هټۍ وال وايي چې ناامنيو يې پر کاروبار منفي اغېز کړی، که چېرې امنيت ښه نه شي، مجبور دي خپلې هټۍ وتړي.

د يادې ولسوالۍ د زاړه ښار ځیني هټۍ والو دغه څرګندونې پژواک خبري اژانس ته وکړې.

د یادو دوکاندارانو په استازيتوب محمد عیسی وویل، د ښار څلورو خواوو ته د دولت ضد وسله والو کسانو مرچې نیولې چې له وېرې یې ښار ته د خلکو تګ راتګ ډېر کم شوى دى.

هغه وايي: ((که دغه وضعيت کنټرول نه شي، امنيت ټينګ نه شي، موږ مجبور يو چې خپلې هټۍ وتړو.))

دغه راز د دغه ښار بل هټۍ وال چې نه غواړي نوم یې خپور شي، وايي هره ورځ پر ښار ډزې کېږي خو حکومت ورته لاس تر زنې ناست دی.

دی وايي: ((تر اوسه له شلو ډېر دوکانونه سوځېدلي، که وضعیت همداسې وي نو مجبور يو چې خپل مالونه بل ښار ته انتقال کړو.))

يو شمېر نورو هټۍ والو هم ورته څرګندونې وکړې او ګواښ یې وکړ که چېرې په دې ولسوالۍ کې امنيتي وضعيت کنټرول نه شي، نو دوى به خپلې هټۍ د تل لپاره وتړي.

همدارنګه د مرکزي بغلان ولسوالۍ زاړه ښار ته د څېرمه کلي اوسېدونکي جان اغا پژواک ته وويل چې په تېرو شلو ورځو کې له دې ولسوالۍ سلګونه کورنۍ نورو سيمو ته کډه شوې دي.

هغه زياته کړه: ((وسله وال مخالفين په کلي کې مېشت دي، هره شېبه د جګړې امکان شته.))

د همدې سيمې بل اوسېدونکي غلام فاروق پژواک ته وويل چې د سولې خبرو پايلو ته په تمه دى.

ده زياتوي: ((سولې ته په تمه يم، که چېرې سوله ونه شي، د تل لپاره دغه سيمه پرېږدم، ځکه وضعيت په کې ډېر خراب دى.))

دغه راز د مرکزي بغلان ولسوالۍ د زاړه ښار د شاوخوا سیمو امنیتي مسوول او د شپږمې حوزې قوماندان لومړي څارن زرغون پژواک ته وويل چې پر دغه ښار د طالبانو له ډله ييز بريد وروسته ګڼ شمېر کسانو خپل کورونه پرېیښي دي.

قوماندان وايي: ((طالبانو چې کله بريد وکړ نو سخته جګړه وشوه، دواړو لورو ته درنه مرګ ژوبله واوښته، نو هماغه خلک ډار کړي او ډېرو خلکو خپل کورونه پرېیښي دي.))

خو زرغون خلکو ته ډاډ ورکړ چې د زاړه ښار امنيت تامين دى خو په شاوخوا سيمو کې د امنيت د تامين لپاره پراخو پوځي عملياتو ترسره کولو ته اړتيا ده.

د يادونې ده، مرکزي بغلان د بغلان ولايت تر ټولو نا امنه ولسوالۍ ده چې د کندوز ولايت له ناامنې علي اباد ولسوالۍ سره کډه پوله لري.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول Uncategorized