جلال اباد (پژواک، ٢٤ تله ٩٨) : د لغمان ولايت داليشنګ ولسوالۍ ودانۍ مخې ته د موټر په وسيله ځانمرګى بريد شوى دى.
د لغمان د والي وياند اسدالله دولتزي د تلې په ٢٤مه، پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دا بريد نن سهار په څه کم شپږو بجو شوى و.
هغه زياته کړه چې ځانمرګي بريد د ولسوالۍ ودانۍ مخې ته پر عمومي سړک له قراول سره خپل موټر ته چاودنه ورکړې ده.
نوموړي دمګړۍ د مرګ ژوبلې په اړه معلومات نه درلودل، خو يوې بلې امنيتي سرچينې پژواک ته وويل، چې بريد د ملي امنيت پر مديريت شوى، چې له امله يې يو شمېر سرتېرو او ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې دى
د سيمې يو اوسېدونکی وايي، د بريد له امله هلته يوې مدرسې، د پوليسو يوې پوستې او شاوخوا کورونو ته زيان اړولې ده.
ددې بريد مسووليت تر اوسه چا نه دى اخيستى.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن