ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د محمد حسن ولس مل د شپږ ټوکيز اثر د مخکتنې غونډه جوړه شوه

د محمد حسن ولس مل د شپږ ټوکيز اثر د مخکتنې غونډه جوړه شوه

author avatar
4 Nov 2019 - 19:01
د محمد حسن ولس مل د شپږ ټوکيز اثر د مخکتنې غونډه جوړه شوه
author avatar
4 Nov 2019 - 19:01

کابل (پژواک، ١٣ لړم ٩٨): د نوميالي علمي- فرهنګي شخصيت، ليکوال او ژورناليست محمد حسن ولس مل د شپږ ټوکيز اثر (د ولس مل ژوند، سياسي هلې ځلې او خاطرې) د مخکتنې غونډه جوړه شوه.

دغه غونډه په کابل کې د علومو اکاډمي د علامه احمد علي کهزاد د سيمينارونو او کنفرانسونو په تالار کې د عقرب په ١٣مه (دوشنبه) ترسره شوه چې په پيل کې د اکاډمي د بشري علومو د برخې مرستيال څېړنپوه نصرالله ناصر د غونډې په پرانيستې وينا کې وويل، ولس مل د ژوند تر پايه ولس مل او د ولس غمخور پاتې شو، هغه د وخت له شرايطو سره سم لويې او وړې دندې ترسره کړې چې پر نورو دندو سربېره يې د هېواد په ٧ ولايتونو کې د ولسوال په توګه هم دنده ترسره کړې ده.

ده زياته کړه، ولس مل د اداري چارو ترڅنګ ښه ليکوال، فرهنګپال او زړور ژورناليست هم و. هغه لومړى ځل په ١٣٤٩هـ. ش کال کې د افغان ملي جريدې په خپرولو لاس پورې کړ چې وروسته مصادره شوه. د مهاجرت په دوران کې يې د (افغان مجاهد) په نوم يو ملي اخبار راوايست، د دې اخبار له مصادره کېدو وروسته هم آرام کښېنناست او د (مجاهد ولس) په نوم اخبار يې د چاپ ډګر ته وړاندې کړ.

د هغه په وينا، کله چې ناروې ته د سياسي پناه وړونکي په توګه لاړ، هلته يې هم د (مجاهد ولس) اخبار خپرول بيا پيل کړل، کله چې هېواد ته راستون شو، له يوې لنډمهالې رسمي دندې وروسته يې د (افغان ملي جريدې) خپرولو ته مټې راونغاړلې. ولس مل د اخبار له خپرولو سره دومره مينه درلوده، لکه کب چې يې له اوبو سره لري او بې اوبو ژوند نه شي کولى، ښايي ده ته به هم د اخبار نه موجوديت يا له نه خپرولو پرته ژوند خوندور نه و.

ناصر وايي، ممکن علت به يې دا و چې ده به تل په دې اخبارو کې د خپل ولس دردونه منعکسول، د چارواکو او زورواکو له مخونو او کړنو به يې پرده پورته کوله او خپل ولس ته به يې هرڅه په ډاګه کول، همدا لامل و چې وخت په وخت به د چارواکو او زورواکو له خوا په يوه نه يوه بڼه ځورول کېده او يا به يې په اخبار بنديز لګېده، خو دى بيا هم آرام نه کېناسته، په هماغه يا بل نامه به يې اخبار خپراوه او د ولس غږ به يې د چارواکو تر غوږ رساوه. سربېره پردې چې دى يو زوړور ژورناليست، ښه ليکوال و، فرهنګي او ملي شخصيت هم و، نو ځکه ډېرو آثار ورنه په يادګار پاتې دي.

استاد حبيب الله رفيع بيا وويل: "نن د يوه داسې چا په بېلتون او تللو غږېږو چې له دې وطن او بچيانو سره يې مينه درلوده. ٥٦ کاله کېږي چې دى مې پېژنده. ده د (افغان) په نوم اخبار چلاوه او په کې يې هغه ملي مسايل چې نورو نه شواى چاپولى، منعکسول. په پېښور کې يې چې د (افغان مجاهد) په نوم اخبار چلاوه، پاکستانيانو اخبار بند کړ او ولس مل يې بندي کړ. په همدې وخت کې يې ماته احوال را ولېږه چې اخبار بند نه شي، هماغه و چې اخبار ته مو دوام ورکړ او د اخبار ادرس مو نيويارک ورکړ. په همدې بنديخانه کې يې غذايي اعتصاب وکړ او اخر د يوه پښتون ډاکټر په همکارۍ خوشې شو. کله چې ناروې ته لاړ، هلته يې هم (مجاهد ولس) اخبار خپراوه او په هماغه هېواد کې يې پر افغانستان د روسانو د تجاوز په غبرګون کې غذايي اعتصاب وکړ."

د هغه په وينا، د ولس مل په ژوند د ده شپږ ټوکيز ټول اثر چاپ شو او بيا يې ساه ورکړه.

ليکوال او څېړونکي محمد نبي تدبير د (سرزورى مبارز) په نوم مقاله ولوسته چې په په کې راغلي و، ولس مل شاوخوا نيمه پېړۍ قلمي مبارزه وکړه، د هېواد بېلابېلې ټلويزيوني رسنۍ يې څارلي، پر سياسي حالاتو يې خوندور بحثونه کړي، له ملي مبارزې يې لاس وانه خيست، د زورواکو او فاسدو ګرېوان ته يې لاس ور اچولى دى.

نوموړي د ولس مل د ياد شوي اثر په اړه وويل، کتاب يې د خپلو ټولو جريدو د مقالو غورچاڼ دى چې (د ولس مل ژوند، سياسي هلې ځلې او خاطرې) په نامه يې دوه ټوکه پخوا چاپ شوي او څلور يې اوس په ٣٩٠٤ مخونو کې راټول کړي دي. د ده دا هلې ځلې د مستند تاريخ په توګه د نيمې پېړۍ د ټولو شاهي، جمهوري، کمونيستي، جهادي، طالبي او ډيموکراسي نظامونو او حکومتونو د افکارو، عقايدو، کړنو او چلندونو هينداره ده چې د هېواد پنځو لسيزو سياسي، اقتصادي، اجتماعي، فرهنګي، مذهبي، ملي او تاريخي مسئلې، څېرې او پېښې راپېژني. دا اثر د څېړنې او تاريخ ليکنې ثقه مواد دي.

د هغه په وينا، په دې کتاب کې د ولس مل د (زوړ حمام) کتابه ځينو قصو کتاب ته د سياسي او اجتماعي نقدونو او راپورونو ترڅنګ هنري خواږه هم ورکړي چې هم سياسي پندونه لري، هم اجتماعي نقدونه، هم هنري ارزښت لري او هم د طنز سکونډارې.

ليکوال او څېړونکي محمد آصف صميم وويل، ولس مل مېلمه پال پښتون و، سخي و، په تشه ځولۍ يې ملي فرهنګ ته ډېرې ډالۍ ورکړې دي، يواځې په کامۍ ولسوالۍ کې يې دوه نيم جريبه ځمکه دارالمعلمين ته ډالۍ کړه. مصلح او پيوندوى شخصيت يې درلود، ملي ارزښتونه يې پالل او مصلحتونه يې نه منل. په (جهادي) تنظيمونو کې يې چې کوم فجايع ليدل، هغه يې په ډاګه کول. ولس مل چې نه کوم ګوند درلود او نه يې هم کوم سرکاري مقام، خو دې په ډېرو زړونو حکومت کوي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.