پلخمري (پژواک،۲۰ لړم ۹۸): د بغلان د مرکز پلخمري سېلو چې د هېواد په کچه لومړۍ درجه سېلو وه او پوځيانو او نور دولتي مامورينو ته به په کې وچه ډوډۍ پخېده، له تېرو ٣٠ کلونو راهيسې يې چارې په ټپه ولاړې دي.
په دې اړه د پلخمري سېلو رييسې نادره نهرينوال د لړم په ٢٠مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې د ډاکټر نجيب الله حکومت له ړنګېدو وروسته دې سېلو ته هېڅ پاملرنه نه ده شوې.
هغې وويل: ((پخوا په دې سېلو کې له درېيمې درجې وړو د هېواد پوځيانو او نورو دولتي کارکوونکو لپاره ډوډۍ پخېده خو اوس که حکومت لږ مصرف پرې وکړي، امکان لري چې له دويمې او درېیمې درجې وړو څخه دلته ډوډۍ پخه شي.))
نهرينوال وايي، که د هېواد پر سېلوګانو پانګونه وشي، تر ډېره به افغانستان له نورو هېوادونو د وړو له واردولو هم خلاص شي.
هغې زياته کړه: ((ما په دې اړه له حکومت او يوناما دفتر سره خبرې وکړې، خو هغوى راته وويل چې دغه سېلو د وخت شوروي اتحاد له خوا جوړه شوې او نه غواړي چې لاسوهنه په کې وکړي.))
د دې سېلو يوه کارکوونکي شمس الرحمن پژواک ته وويل چې له تېرو ٣٠ کلونو راهيسې د دې سېلو په مالي او اداري برخه کې کار کوي.
هغه وايي چې دې سېلو په خپل وخت کې په يوه شپه او ورځ کې د ٦٠ ټنو وړو د توليد وړتيا درلوده چې دولتي مامورينو ته به ورکول کېده.
د نوموړي د معلوماتو له مخې، هغه مهال په دې سېلو کې ٣٧٠ کسانو کار کاوه خو اوس يې شمېر ٤١ کسانو ته را ټیټ شوی دی.
ده زياته کړه: ((دا سېلو اوس هم کار کوي، که غنم په کې واچول شي تر سبا پورې ٦٠ ټنه درېيمه درجه وړه توليدولاى شي، خو نه غنم په کې شته او نه هم کارکوونکي.))
د نوموړي په وينا، که چېرې دغه سېلو بېرته فعاله شي، سلګونو کسانو ته به يو ځل بيا د کار زمينه هم برابره شي.
د يادو څرګندونو په اړه د بغلان د کرنې رييس عبدالغياث صديقي پژواک ته وويل چې په تېرو څو کلونو کې د هېواد د سېلو تصديو ته ځانګړې پاملرنه نه ده شوې.
هغه وايي: ((هغه څه چې ما اورېدلي چې حکومت غواړي د خصوصي سکتور له لارې پر سېلوګانو پانګونه وکړي.))
خو زياتوي چې د سېلو موضوع يې د کرنې له وزير او نورو اړوندو چارواکو سره شريکوي څو د حل يوه لار ورته پيدا شي.
د يادونې ده، د پلخمري سېلو په ١٣٣٨ لمریز کال کې د وخت شوري اتحاد له خوا جوړه شوې ده.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










